په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ځان ‌پېژندنې تر عنوان لاندې سیمینار ترسره شو.

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۰:۳۱
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ځان ‌پېژندنې تر عنوان لاندې سیمینار ترسره شو.

په دې سیمینار کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشاور او کلینیکي روانشناس ډاکتر ذبیح‌ الله قاضي ‌زاده د خپل جوړ شوې پریزینټیشن له لارې محصلینو ته د ځان ‌پېژندنې په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

نوموړي د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې وویل چې ځان‌ پېژندنه د الهی مسؤلیت اداینې، شخصي ودې، تعلیمي بریالیتوب او ټولنیز ژوند لپاره یو مهم اصل دی.

نوموړي زیاته کړه چې کله یو څوک ځان وپېژني، نو کولی شي خپل احساسات ښه درک کړي، سالم تصمیمونه ونیسي او له رواني ستونزو سره ښه مقابله وکړي.

سیمینار د محصلینو پوښتنو ته د ځواب ویلو او دعایې په ویلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

یاد سیمینار چې د اداري کارمندانو د ظرفیت لوړوني په موخه د لوړو زده کړو وزارت او کابل پولي تخنیک پوهنتون په ګډو هڅو جوړ شوی دی

 د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر مولوي رشید. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۳:۳۵
Background image

د جوزجان، غزني تخنيکي او کابل پولي تخنيک پوهنتونونو د خالي کادري بستونه ازموینه واخيستل سوه

د جوزجان، غزني تخنيکي او کابل پولي تخنيک پوهنتونونو د خالي کادري بستونه لپاره د وړ او مسلکي کادرونو د ګمارنې په موخه ازموینه واخيستل سوه

دغه ازموينه د کابل پولي‌تخنيک پوهنتون د رهبرۍ،. . .

BACK TO NEWS

User account menu