په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د لوړو زده کړو د اداري او معلوماتي زده کړه ایز سیستم د تطبیق په اړه ښوونیز سیمینار جوړ شو

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۵:۲۲
image

یاد سیمینار د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.
د لوړو زده کړو وزارت له خوا رامنځ ته شوي د مدیریتي او معلوماتي سیستم د تطبیق په اړه سیمینار چې پخوا د پوهنځیو د رئیسانو، د څانګو آمرینو او د تدریسي مدیرانو لپاره ترسره شوی و، نن شنبې ورځ، د ۰۷ محرم الحرام ۱۴۴۶ کال یاد سیمینار د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو لپاره بیا ځل پیل شو.
یاد سیمینار به درې ورځې دوام وکړي او د بحث اصلي موضوعات به یې: د (HEMIS) سیسټم معرفي کول، د دې سیسټم اهداف او اهمیت او د پوهنتون په کچه عملي کول وي.
د یادونې وړ ده چې دغه سیمینار د لوړو زده کړو وزارت په همغږي د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت لخوا پیل شوی چې د ښاغلي پوهنیار محمد ضمیر احمدزي او ښاغلي پوهنیار اقبال علي سلطاني له خوا به یې تدریسي چاري پرمخ وړل کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۴۳
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۴۱
Background image

BACK TO NEWS

User account menu