په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د《کفر او کفري نظامونو پیژندلو》 تر عنوان لاندې سیمینار تر سره شو.

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۳:۳۶
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د《کفر او کفري نظامونو پیژندلو》 تر عنوان لاندې سیمینار تر سره شو.

سیمینار د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.

دغه سیمینار چې د کفر او کفرې نظامونو د پیژندلو تر عنوان لاندې په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې دایر شوی و، پکې د پوهنتون کارمندانو، کارکوونکو او محصلینو ګډون درلود.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اسلامي ثقافت د څانګې استاد ښاغلي مولوي سید احمد حیدري په دې سیمینار کې د کفر او کفرې نظامونو په اړه مفصلاً خبرې وکړې. نوموړي لومړی د کفر مفهوم واضح تعریف کړ او څرګنده یې کړه چې کفر له  حقیقت انکار او د حق دین ردول دي، همدارنګه د کفرې نظامونو په اړه یې خبرې وکړې او ویې ویل چې دغه نظامونه په بشپړ له اسلامي نظام سره په ټکر کې دي.

ښاغلي  حیدري په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې تر ټولو غوره او بشپړ دین اسلام دی چې د بشریت ټولې اړتیاوې په جامع او بشپړ ډول ځوابوي، فردي او اجتماعي خوشبختۍ لپاره واضح او عملي حل لارې وړاندې کوي.

ښاغلي حیدري په دې ټینګار وکړ چې د اسلامي اصولو پیروي د بشر د خوشبختۍ لپاره تر ټولو غوره حل لاره ده.

یاد سیمینار د پوهنتون فرهنګي کمیټې، د محصلینو د خدمتونو او انسجام آمریت او د اسلامي ثقافت څانګې په همغږۍ ترسره شو او د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د لوړو وزده کړو وزارت د محصلانو چارو معین په مشرۍ پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د محصلانو چارو معین مولوي عبدالله سیحان په مشرۍ یاد پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي ټولګیو څخه په لیدنه کې، د روزنیزو برنامو د پرمخ وړلو څرنګوالی، استادانو له لوري د تدریس لارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار، چې د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له. . .

BACK TO NEWS

User account menu