په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې استادانو، اداري کارمندانو او محصلینو ته د روژې مبارکې میاشتې د فضیلت، اهمیت او ګټو په اړه سیمینار ترسره شو.

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۵
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې استادانو، اداري کارمندانو او محصلینو ته د روژې مبارکې میاشتې د فضیلت، اهمیت  او ګټو په اړه سیمینار ترسره شو.

دغه سیمینار چې د روژې مبارکې میاشتې د ارزښتونو، ځانګړتیاوو، اهمیت او فضیلتونو په اړه د لا زیاتې پوهې ترلاسه کولو په موخه جوړ شوی و، په کې د پوهنتون رهبري هیئت، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، کارمندانو او محصلینو ګډون کړی و. 

د یاد سیمینار درسي چارې چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر ښاغلي مولوي نصرت الله سیرت پر مخ وړلې ځانګړی پریزیټیشن وړاندې کړ.

نوموړي د قرانکریم د مبارکو ایتونو او د نبوي احادیثو په رڼا کې د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او د دې میاشتې معنوي، ټولنیزې او اخلاقي اغیزې پر مسلمانانو او ټولنې باندې ارزنده مطالب وړاندې کړل. 

نوموړی وویل چې روژه نه یوازې د خوراک او څښاک څخه د منعې میاشت ده، بلکې دا د نفس پاکولو او د الله تعالی سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره یوه طلايي فرصت دی. 

ښاغلي سیرت ټینګار وکړ چې مسلمانان باید د پروردګار په وړاندې د خضوع او خشوع سره له دې میاشتې څخه ګټه پورته کړي او پر صبر، شکر، صدقې او بخښنې تمرکز وکړي. 

ښاغلي سیرت ټولو ګډونوالو څخه وغوښتل چې په دې مبارکه میاشت کې د خپل سلوک او عمل له لارې د تقوا او اسلامي اخلاقو یوه بېلګه ځان جوړ کړي. 

سیمینار د دعايې په ویلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق څرنګوالي او د ټاکل شویو موخو، لومړیتوبونو او لارښوونو د تشریح او یاد پلان مطابق د کاري پلانونو د ترتیب په موخه، یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

BACK TO NEWS

User account menu