په کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون کې د وارده او صادره برېښنايې سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۹
په کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون کې د وارده او صادره برېښنايې سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو

د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د وارده او صادره نوي سيسټم د کارونې او تطبيق سره د هغوی د بلدتيا په موخه د وارده او صادره برېښنايي سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د کابل پولي‌تخنيک پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د اداري څانګو آمرينو او کارکوونکو په ګډون ترسره شو.

د ورکشاپ په پيل کې د کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر مولوي رشيد احمد حقاني له ګډونوالو وغوښتل چې د دې روزنيز ورکشاپ تدريسي موضوعاتو ته جدي پاملرنه وکړي او له ترلاسه شويو زده کړو څخه د اداري چارو د بهير د ښه والي او په خپلو اړوندو برخو کې د کاري اغېزمنتيا د زياتوالي لپاره ګټه واخلي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رياست د معلوماتي سيستمونو آمر انجنير ممتاز منيب او د معلوماتي ټکنالوژۍ مدير انجنير شاهدالرحمن فضلی د لوړو زده کړو وزارت د وارده او صادره نوي سيسټم په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او د دغه سيسټم د کارونې او تطبيق څرنګوالی يې په تفصيل سره تشريح کړ.

د يادونې وړ ده چې دغه روزنيز ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رياست له لوري د کابل پولي‌تخنيک پوهنتون د کارکوونکو چارو آمريت په همغږۍ د پوهنتون کارکوونکو ته وړاندې شو.

نېټه: دوشنبه

۱۴۴۸ هـ.ق د محرم الحرام ۶مه

۱۴۰۵ هـ.ش د سرطان ۱مه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق څرنګوالي او د ټاکل شویو موخو، لومړیتوبونو او لارښوونو د تشریح او یاد پلان مطابق د کاري پلانونو د ترتیب په موخه، یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

BACK TO NEWS

User account menu