د کابل پولي تخنیک پوهنتون په مالي او اداري معاونیت کې اداري غونډه ترسره شوه

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۱۴:۴۰
photo

یاده غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شوه.
د کابل پولي تخنيک پوهنتون د مالي او اداري معاون ښاغلي انجنير ذاکرالله ذاکري په مشرۍ غونډه کې چې د ادارو د کاري بهیر د ښه والي په موخه جوړه شوې وه، د ورځنیو چارو د لا ښه تطبیق په موخه د اړوند آمریتونو د آمرینو کاري راپورونه، نظرونه او وړاندیزونه پکې مطرح او وړاندې شول. په اخیر کې د مالي او اداري چارو معاون ښاغلي انجنیر ذاکرالله ذاکري ټولو آمرینو ته د کارونو د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

یاد سیمینار چې د اداري کارمندانو د ظرفیت لوړوني په موخه د لوړو زده کړو وزارت او کابل پولي تخنیک پوهنتون په ګډو هڅو جوړ شوی دی

 د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر مولوي رشید. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۳:۳۵
Background image

د جوزجان، غزني تخنيکي او کابل پولي تخنيک پوهنتونونو د خالي کادري بستونه ازموینه واخيستل سوه

د جوزجان، غزني تخنيکي او کابل پولي تخنيک پوهنتونونو د خالي کادري بستونه لپاره د وړ او مسلکي کادرونو د ګمارنې په موخه ازموینه واخيستل سوه

دغه ازموينه د کابل پولي‌تخنيک پوهنتون د رهبرۍ،. . .

BACK TO NEWS

User account menu