د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پوهنځیو تر منځ د کرکت لس آوریزه ټورنمنت پیل شو 21/1/1445—17/5/1402

kpu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۹ - ۱۰:۵
 د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پوهنځیو تر منځ د کرکت لس آوریزه ټورنمنت پیل شو 21/1/1445—17/5/1402

د ټورنمنت د پیل مراسم  د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.

په دې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه، د الفت ښوونیز مرکز مسوولینو، اداري آمرینو، استادانو، محصلینو او میلمنو ګډون درلود . 
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال ټولو ته د ښه راغلاست وینا وکړه، دغه راز د دغه پوهنتون د ورزشي آمریت له مسوولينو څخه يې د يادو سياليو د تر سره کولو له امله مننه او قدرداني وکړه.
نوموړي ورزشکارانو ته د سپورت د اهمیت په اړه خبرې وکړې او له دې لاري یې لا زیاتو زده کړه ته و هڅول. 
ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کرکټ لوبډلې  مسول احمد سیر عمرزي د دغه سیالیو د ترسره کېدو د څرنګوالي او هدف په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
په اخیر کې د یاد ټورنمنټ پیلیزه لوبه د کمپيوټر ساينس پوهنځي او د الکترو ميخانيک  پوهنځي د  کرکټ تیمونو  ترمنځ ترسره شوه چي،  په پایله کې، د کمپيوټر ساينس پوهنځي د الکترو ميخانيک  پوهنځي کرکټ ټیم ته په 60 منډو توپیر ماتې ورکړه.
ديادونې وړ ده چې په يادو سياليو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اتو پوهنځیو د کرکټ ټيمونو ګډون کړى او لس ورځې به دوام وکړي.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پوهنځیو تر منځ د کرکت لس آوریزه ټورنمنت پیل ش1445و21/1/—17/5/1402د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پوهنځیو تر منځ د کرکت لس آوریزه ټورنمنت پیل ش1445و21/1/—17/5/1402د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پوهنځیو تر منځ د کرکت لس آوریزه ټورنمنت پیل ش1445و21/1/—17/5/1402د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پوهنځیو تر منځ د کرکت لس آوریزه ټورنمنت پیل ش1445و21/1/—17/5/1402د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پوهنځیو تر منځ د کرکت لس آوریزه ټورنمنت پیل ش1445و21/1/—17/5/1402د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پوهنځیو تر منځ د کرکت لس آوریزه ټورنمنت پیل ش1445و21/1/—17/5/1402

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۳۳
Background image

د " اپتیک او نسبیت " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د فزیک څانګې استاد پوهاند احد خان پیاوړی له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د جیودیزی علومو په برخه کې په ځانګړي. . .

BACK TO NEWS

User account menu