د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبو او چاپیریال انجنیري پوهنځی، د اوبو رسونې او چاپیریال انجنیري څانګې محصلینو د خپلو دیپلوم پروژو څخه دفاع وکړه.

kpu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۲:۵
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبو او چاپیریال انجنیري پوهنځی، د اوبو رسونې او چاپیریال انجنیري څانګې محصلینو د خپلو دیپلوم پروژو څخه دفاع وکړه.

دفاع غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په یاده غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري هیئت، استادانو، د سکتوري ادارو استازو، محصلینو او مېلمنو ګډون درلود.

د تعلیمي اصولو له مخې، د پوهنتونونو د وروستي کال محصلین باید د فارغېدو او تحصیلي سند ترلاسه کولو لپاره خپل دیپلوم پروژې دفاع کړي، چې په دې اساس د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبو او چاپیریال انجنیري پوهنځی، د اوبو رسونې او چاپیریال انجنیري څانګې محصلین وتوانېدل ترڅو خپلې دیپلوم پروژې په بریالیتوب سره دفاع کړي.

د دې څانګې فارغین د هیواد د علمي او فني ظرفیتونو په پیاوړتیا کې مؤثر رول لري په ځانګړې توګه د اوبو سرچینو، اوبو رسونې او چاپېریال په برخه کې،  یاد فارغان کولای شي چې د خپلو مهارتونو او پوهې په کارولو سره د ټولنې او خپل هیواد لپاره هر اړخیز خدمت ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې له یادې څانګې څخه د (۳۱) تنو محصلینو له ارزونې او د ژورې کمېټې د تائید وروسته د لیسانس په کچه ټولنې ته د په خدمت موخه وړاندې شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۳۱
Background image

د فکري او جسمي اعداد په موخه په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پوهنځیو ترمنځ د والیبال سیالۍ د فکري او جسمي اعداد، روحي پیاوړتیا، د ورزشي استعدادونو د ودې او د محصلانو ترمنځ د سالمې سیالۍ د زمینې د برابرولو په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۹:۱۷
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د معیار او کیفیت ادارې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ‌لیک لاسلیک شو

کابل پولي تخنیک پوهنتون او د معیار او کیفیت ادارې ترمنځ د علمي، څېړنیزو او مسلکي همکاریو د پراختیا په موخه د هوکړه‌لیک د لاسلیک رسمي غونډه ترسره شوه.

غونډه د کابل پولي تخنیک پوهنتون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۳۲
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون ته د نویو بریالیو محصلانو د هرکلي او د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی فرمانونو ازموینې د پایلو د اعلان غونډه ترسره شوه

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر، د چارو ادارې عمومي رئیس، د وزارت مرکزي ریاستونو او مرکزي پوهنتونونو یو شمېر رئیسانو، د کابل پولي تخنیک پوهنتتون رهبري. . .

BACK TO NEWS

User account menu