د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترو میخانیک پوهنځي د فزیک څانګې لابراتوار گټې اخستنې ته ورسپارل شو

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۴:۳۸
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترو میخانیک پوهنځي د فزیک څانګې لابراتوار گټې اخستنې ته ورسپارل شو

مراسم د قرآنکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترو میخانیک پوهنځی د فزیک څانګې لابراتوار خونې د یاد پوهنتون د رهبري هئیت له خوا د پټی په پریکولو سره پرانستل شول .

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترو میخانیک پوهنځي د فزیک څانګې لابراتوار گټې اخستنې ته ورسپارل شو

لولومړی د کابل پولی تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د ښه راغلاست تر څنګ د پیل وینا وکړه.

نوموړي د الکترو میخانیک پوهنځي د لابراتوارونو پرانستل د ټول پوهنتون لپاره لویه لاسته راوړنه وبلله او په دې برخه کې د ټولو مسولینو کړنې یې وستایلې.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترو میخانیک پوهنځي د فزیک څانګې لابراتوار گټې اخستنې ته ورسپارل شو

ورپسې د یادې څانګې یو تن استاد دوکتور محمد انور شمس د الکترومیخانیک پوهنځي د لابراتوار څانګي د تاریخ او فعالیتونو اړوند مفصلي خبري و کړې او د استادانو په نماینده ګي یې ژمنه وکړه چې، لا به هم نه ستړي کیدونکې هلي ځلې کوو.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترو میخانیک پوهنځي د فزیک څانګې لابراتوار گټې اخستنې ته ورسپارل شو

همدارنګه د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري سرپرست مرستیال ښاغلي انجنیر سید مصباح الدین هاشمي د محصلینو د عملي کار لپاره د لابراتوارونو جوړیدل یو غوره ګام وباله او دالکترو میخانیک پوهنځي د تولو مسولینو د فعالیتونو څخه یې مننه وګړه.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترو میخانیک پوهنځي د فزیک څانګې لابراتوار گټې اخستنې ته ورسپارل شو

یاد مراسم استادانو او کارمندانو  ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته و رسیدل.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترو میخانیک پوهنځي د فزیک څانګې لابراتوار گټې اخستنې ته ورسپارل شو

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۴۳
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۴۱
Background image

BACK TO NEWS

User account menu