د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د نخبه ښار ټکنالوژۍ اکاډمۍ ترمنځ د ګدو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۲۶
د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د نخبه ښار ټکنالوژۍ اکاډمۍ ترمنځ د ګدو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه تفاهم ‌لیک د دوه‌ اړخیزو علمي او اکاډمیکو اړیکو د پیاوړتیا، د مسلکي او علمي ظرفیتونو د لوړولو، د تخصصي تجربو د تبادلې او په ښوونیزو، څېړنیزو او تخنیکي برخو کې د ګډو همکاریو لپاره د مناسبې زمینې د برابرولو په موخه لاسلیک شوی دی.

د دواړو بنسټونو مسئولینو د یاد تفاهم‌ لیک لاسلیک د اکاډمیکو اړیکو د پیاوړتیا، د علمي همکاریو د پراختیا او د هېواد د ځوانانو لپاره د علمي ودې او پرمختګ د لا ډېرو فرصتونو د رامنځته کېدو په برخه کې مهم ګام وباله او په راتلونکي کې یې د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون تل له تخصصي بنسټونو سره د علمي او اکاډمیکو همکاریو د پراختیا لپاره هڅې کړې دي او دغه تفاهم‌لیک هم په همدې موخه لاسلیک شوی دی.

User account menu