د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو رئیس د کابل پولي تخنیک پوهنتون د لیلیې محصلینو سره وکتل

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۱۲:۱۲
photo

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو د انسجام رئیس ښاغلي قاضي کلیم الله محمدي او ورسره پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون د د لیلیې محصلینو سره وکتل.
په دې لیدنه کې چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي انجنیر ویس الدین بریالي او اړوندو مسوولینو هم حضور درلود، یاد پلاوي د پخلنځي او خواړو له ساحو څخه لیدنه او کتنه وکړه.
دوی د پخلنځي د وضعیت او د خوراکي توکو د کیفیت په اړه د محصلینو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او ژمنه يې وکړه چې یاد وړاندیزونه به له مسولینو سره شریک کړي.

Photo
Photo

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق څرنګوالي او د ټاکل شویو موخو، لومړیتوبونو او لارښوونو د تشریح او یاد پلان مطابق د کاري پلانونو د ترتیب په موخه، یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

BACK TO NEWS

User account menu