د دعوت او ارشاد آمریت د خپلو مسلسلو اصلاحي بیانونو په لړۍ کې نن پر حجاب هر اړخیز بیان وکړ

kpu_admin
د دعوت او ارشاد آمریت د خپلو مسلسلو اصلاحي بیانونو په لړۍ کې نن پر حجاب هر اړخیز بیان وکړ

یاد اصلاحي درسونه چې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له خوا اداري کارمندانو ته په مسلسل ډول دوام لري، نن د اسلامي مبارک دین له نظره د حجاب په موضوع مفصل بحث ترسره شو.

 د کابل پولي تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي دین محمد په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې اسلامي حجاب یو الهي فریضه او د اسلامي ارزښتونو د ساتنې د تعهد څرګندونه ده او د قرآن کریم او نبوي سنتو له لارښوونو سره سم د اسلامي حجاب مراعت کول د انساني کرامت د ساتنې او د ایماندارۍ روحیې د پیاوړتیا سبب ګرځي.

همدارنګه ښاغلي مولوي دین محمد حجاب د اسلامي ادب، تقوا او د اخلاقي اصولو د التزام یوه مهمه برخه وبلله او زیاته یې کړه چې د حجاب مراعت کول د تقوا د روحیې په پیاوړتیا، د رواني سکون په تامین، د متقابل احترام په رامنځته کولو او د کاري چاپېریال په حرمت ساتنه کې اساسي رول لري.

نوي اعلانونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۹:۲۳
Background image

په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د محصلانو لپاره څلور ورځنی دیني ـ اصلاحي سمینار په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

څلور ورځني دیني ـ اصلاحي سمینار چې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ د محصلانو لپاره تنظیم شوی و، په بشپړ ډول په بریالیتوب سره پای ته ورسید.

د سمینار په جریان . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۰:۲
Background image

د دعوت او ارشاد آمریت د خپلو مسلسلو اصلاحي بیانونو په لړۍ کې نن پر حجاب هر اړخیز بیان وکړ

یاد اصلاحي درسونه چې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له خوا اداري کارمندانو ته په مسلسل ډول دوام لري، نن د اسلامي مبارک دین له نظره د حجاب په موضوع مفصل بحث ترسره شو.

. . .

Back to announcements

User account menu