د جیولوِجي او معادن پوهنځي د معادنونو اکتشاف او انجنیري څانګې محصلینو د ماستري  تیزس اوومې دورې دفاعي غونده تر سره شوه

kpu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۱ - ۱۱:۵۸
د جیولوِجي او معادن پوهنځي د معادنونو اکتشاف او انجنیري څانګې محصلینو د ماستري  تیزس اوومې دورې دفاعي غونده تر سره شوه

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

یاده غونده چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې ترسره شوه، پکې د یاد پوهنتون عمومي رئيس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال، د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري معاون انجنیر زیارمل خطاب، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او محصلینو ګډون درلود.

لومړی دیاد پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي اقبال فارغ شویو محصلینو ته د مبارکي ترڅنګ تولو ګدونوالو ته د ښه راغلاست وینا وکړه.

نوموړي له یادو محصلینو څخه هیله وکړه، تر څو خپلې پوهې، تجربې او مهارتونه د هیواد په پرمختګ او بیارغونه کې و کاروي.

ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري معاون  انجنیر زیارمل خطاب په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې، اوسنی کاري چاپیریال د ټولو لپاره غوره فرصت دی او ټول علمی کادرونه باید په ښه ټوګه ورڅخه استفاده و کړي.

په اخیر کې د جیولوجي او معادن پوهنځي استاد د پروګرام په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ورپسې فارغ شویو محصلینو په نوبت سره د تیزسونو په دفاع پیل وکړ چې دوه ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۸ - ۲۱:۳۶
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري سرپرست مرستیال معرفي شو.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون نوی مالي او اداري سرپرست مرستیال معرفی کول

چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۸ - ۲۱:۳۶
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د انجنیر زیارمل خطاب د تګ او له کارمندانو سره د خدای پامانې لپاره ستاینغونډه ترسره شوه.

پد انجنیر زیارمل خطاب د تګ او له کارمندانو سره د خدای پامانې لپاره ستاینغونډه ترسره شوه.

یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۵ - ۱۰:۱۴
Background image

په کابل پولي تخنیک  پوهنتون کې د تحصیلي سیستم د ستونزو د حل په موخه غونډه جوړه شوه.

یاده غونډه د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړی د کابل پولي تخنیک  پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال استادانو او کارمندانو ته ښه راغلاست. . .

BACK TO NEWS