د کابل پولیتخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي. د یادو هوکړهلیکونو پر اساس د یاد پوهنتون ګڼ شمېر محصلان، استادان او کارکوونکي لاندې ښوونېزو مرکزونو ته په مناسب تخفیف ورپېژندل شوي، څو له برابر شویو ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه واخلي او خپله پوهه، مهارتونه او مسلکي وړتیاوې لا پیاوړې کړي.
