په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د «علمي لیکنې او په معتبرو نړیوالو علمي ژورنالونو کې د مقالو د خپرولو مهارتونو» درې ورځنی علمي سیمینار په حضوري او آنلاین بڼه پیل شو

kpu_admin
Sun, Aug 23 2026 12:23 PM
په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د «علمي لیکنې او په معتبرو نړیوالو علمي ژورنالونو کې د مقالو د خپرولو مهارتونو» درې ورځنی علمي سیمینار په حضوري او آنلاین بڼه پیل شو

د استادانو د علمي او څېړنیزو ظرفیتونو د لوړولو په موخه د «علمي لیکنې او په معتبرو نړیوالو علمي ژورنالونو کې د مقالو د خپرولو مهارتونو» تر عنوان لاندې درې ورځنی علمي سیمینار په حضوري او آنلاین بڼه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبو او چاپیریال ساتنې عمومي مرکز له خوا پیل شو.

د دغه پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنتون رهبري، د کابل پولي تخنیک پوهنتون او مرکزي پوهنتونو یو شمېر استادانو، محصلانو او مېلمنو په حضوري او د امارتي پوهنتونو یو شمېر استادانو په انلاین بڼه ګډون کړی و.

په پرانیستغونډه کې مولوي محمد موسی فاروق د دغه علمي پروګرام له جوړېدو څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، د څېړنې، نوښت او علمي تولید پر اهمیت ټینګار وکړ او له استادانو څخه یې وغوښتل چې د علمي څېړنو په ترسره کولو او د خپلو څېړنیزو لاسته راوړنو په وړاندې کولو سره خپلې علمي پوهې او تجربې له علمي ټولنې سره شریکې کړي او د هېواد د علمي ودې او پرمختګ په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.

ښاغلي فاروق په معتبرو نړیوالو علمي ژورنالونو کې د علمي مقالو او څېړنو د خپرولو اهمیت ته په اشارې سره د دغه ډول علمي پروګرامونو جوړول د استادانو د علمي او څېړنیزو ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې مهم ګام وباله.

ورپسې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون یو تن استاد دوکتور عبیدالله صالحي د پریزنټېشن له لارې د سیمینار د محتوا، د علمي لیکنې د اصولو او مهارتونو، د څېړنیزو مقالو د چمتو کولو د طریقې او په معتبرو علمي ژورنالونو کې د مقالو د خپرولو د بهیر په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د سیمینار په وروستۍ برخه کې د مالیزیا هیواد د ملي پوهنتون استاد دوکتور ذوالفقار سعدي

 په آنلاین بڼه په دغه سیمینار کې ګډون وکړ او د علمي مقالو د لیکلو او همدارنګه د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د کارولو د طریقې په اړه یې خپلې علمي نظریې، تجربې او معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

د یادونې وړ ده چې دغه پروګرام د افغانستان د اوبو عمومي څېړنیز مرکز له لوري د کابل پولي تخنیک پوهنتون د رهبرۍ په همغږۍ، جوړ شوی او د درېیو ورځو لپاره به د داخلي او یو شمېر نورو هیوادونو استادان او څېړونکې په حضوري او آنلاین بڼه د تدریس چارې دوام ولري.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu