په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

kpu_admin
Mon, Jun 15 2026 11:50 AM
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار، چې د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له خوا جوړ شوی و په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

د سیمینار په وروستۍ غونډه کې د پوهنتون مسؤلینو د دغه روزنیز پروګرام ارزښت ته په اشارې وویل چې دا ډول روزنیز پروګرامونه د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو، اداري مهارتونو او کاري ظرفیتونو په لوړولو کې مهم رول لري او د اداري چارو د لا ښه تنظیم او اغېزمنتیا لپاره زمینه برابروي.

ګډونوالو د سیمینار له محتوا او وړاندې شویو موضوعاتو څخه خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې ترلاسه شوې پوهه، مهارتونه او تجربې به په خپلو ورځنیو اداري چارو کې په مؤثره توګه وکاروي، ترڅو د خدمتونو کیفیت لوړ او اداري بهیرونه لا اغېزمن شي.

د یادونې وړ ده چې یاد سیمینار د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت د مسؤلینو او ښوونکو له خوا د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو چارو آمریت په همغږۍ ترسره شو، چې په ترڅ کې یې ګډونوالو ته د پلان جوړونې، اداري مراسلاتو، اداري دوسیه بندي، اداري نظم او مسلکي مسؤلیتونو اړوند بېلابېلې موضوعګانې وړاندې شوې.

نېټه: پنحشنبه

۱۴۴۷ هـ.ق د ذوالحجې ۲۵مه

۱۴۰۵ هـ.ش د جوزا ۲۱مه

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu