د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د کابل د طبی علومو پوهنتون د والیبال ټیمونو ترمنځ دوستانه لوبه ترسره شوه.

kpu_admin
Tue, Oct 22 2024 1:43 PM
د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د کابل د طبی علومو پوهنتون د والیبال ټیمونو ترمنځ دوستانه لوبه ترسره شوه.

دغه دوستانه سیالۍ د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د کابل د طبي علومو پوهنتون د والیبال د ټیمونو ترمنځ د ورزشي اړیکو د پیاوړتیا، د مهارتونو د لوړولو او د محصلینو ترمنځ د تجربو د تبادلې په موخه ترسره شوه.

ياده شوې سيالي د کابل پولي تخنيک پوهنتون د ورزشي چارو آمر ښاغلي احمد فايق ضيايي، د کابل د طبي علومو پوهنتون د ورزشي چارو مسول ښاغلي طارق صابر، استادانو، محصلينو او مېلمنو په شتون کې ترسره شوه.

په اخیر کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ورزشي  چارو آمریت له خوا ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

د یادونې وړ ده چې دغه دوستانه لوبه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د والیبال لوبډلې په ګټه د ۳-۱ په پایلې سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS