په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ( ۱۲۹) میلیونه افغانیو په ارزښت د (۲۲) بېلابیلو پروژو پرانېست غونډه ترسره شوه

kpu_admin
Sat, Oct 05 2024 3:45 PM
Image

غونډه د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
‎په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ مولوي ندأمحمد ندیم، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین حافظ مولوي محمد حامد حسیب، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دکتور لطف الله خیرخواه، د مرکزي پوهنتونونو رهبري، د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه، آمرینو، استادانو، کارمندانو او محصلینو گډون درلود. لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د عمومي ریاست سرپرست رئیس ښاغلي انجنیر سردارولي صالحي د ښه راغلاست وینا تر څنگ په دغه پوهنتون کې د بېلابيلو پروژو د پرانېستنې او د هغو د پلي کېدو پر څرنګوالي خبرې وکړې.
ورپسې ‎د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي شیخ مولوي نداء محمد ‎ندیم د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني او تدارکاتي پروژو له پلي کولو څخه خوښي څرګنده کړه او په علمي بنسټونو کې يې د تحصیلي، تخنيکي او ساختماني پروژو عملي کول يوه لویه لاسته راوړنه وګڼله.
‎نوموړي له ټولو مسؤلینو وغوښتل، چې د اسلامي نظام په ملاتړ، په پراخ لید، ژمنتیا، صداقت او ایماندارۍ سره د خپلو دندو په ترسره کولو کې باید د خپل هیواد د پرمختګ لپاره پوره هڅه وکړي. ‎لوړو زده کړو وزارت سرپرست د پوهنتون له رهبرۍ سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه او په راتلونکي کال کې یې د نورو بېلابېلو پروژو د عملي کولو ډاډ ورکړ.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمد حامد حسيب په خپلو خبرو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د رهبرۍ د کړنو ستاینه وکړه او دیادو پروژو پر لاره اچول یې یو غوره ګام یاد کړ.
ښاغلي حسیب زیاته کړه: د لوړو زده کړو وزارت ډېر تمرکز د تعلیمي زیربناوو پر پراختیا او د پوهنتونونو په ودې او پرمختګ کوي او دغه هڅې به لا ګړندۍ کوي.
د غونډې په جریان کې د کابل پولي تخنیک  پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد یاسین حقاني د هغو پروژو په اړه چې په ۱۴۰۳ مالي کال کې په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې عملي کیږي، په اړه یې خپل چمتو کړی پرزنټیشن په تفصیل سره وړاندی کړ. نوموړي په اخیر کې د لوړو زده کړو وزارت له رهبري څخه مننه وکړه، چې له دوی سره یې د بودجې په ورکړه او د سهولتونو په ایجاد کې هر اړخیزه همکاري کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د ۲۲ پروژو له جملې څخه یې ۱۱ وړې او ۱۱ لویې پروژې دي، چې په کې د ودانیو بیا رغونه، د بېلابیلو پوهنځیو لابراتواري تجهیزات، د دفتري موادو چمتو کول، د لیلیې محصلینو لپاره د البسې اخیستل، د اداري او تدریسي تعمیرونو رنګول، د اوبو رسولو شبکې، د فاضله اوبو د تصفیه خانې فعالول، د پوهنځیو لپاره د مهمو کتابونو اخیستل او په معیاري شکل د ورزشي میدانونو جوړول په کې شامل دي.
غونډه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د رئیس شیخ مولوي سید بشیر اغآ هاشمي په دعاء سره پای ته ورسیده.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS