په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د لیلیې نوی آمر معرفي شو

kpu_admin
Thu, Jun 09 2022 1:42 PM
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د لیلیې نوی آمر معرفي شو

ښاغلي فضل عمرشریفی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د لیلیې د نوي آمرپه توگه معرفي شو.

د معرفت مراسم د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال په اداره کې تغییر او بدلون یو اداري اصل یاد کړ

نوموړي د لیلیې د پخواني آمر د کارونو او فعالیتونو څخه مننه وکړه او ورسره څنګ کې یې نوي آمر ته په کارونو کې د لابریالیتوب هیله وکړه

ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي انجنیرسید مصباح الدین هاشمي د لیلیې د ټولو اداري کارکوونکو څخه هیله وکړه تر څو خپل کارونه د نوي آمر سره په همغږی، مخ ته یوسي.

نوموړي د پخواني آمر د کارونو قدرداني وکړه او له نوي آمر سره یې د هر راز همکاري ژمنه وکړه

د لیلیې پخواني آمر ښاغلي نجیب الله امر خیل د غوندې ګدونوالو ته د دغه آمریت لنډ کاری راپور وړاندې کړ او د خدای ج په اماني تر څنګ یې نوی آمر ته د مبارکي او بریالیتوب هیله وښوده.

همدا راز د لیلیې نوي آمر ښاغلي فضل عمر شریفي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له مشرتابه څخه خوښي څرګنده کړه او د دې ادارې له ټولو غړو څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه. ښاغلي شریفي زیاته کړه چې ورسپارل شوې دنده به په پوره صداقت سره پر مخ وړي

غونډه د دعائیی په لوستلو سره پای ته ورسیده

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu