په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د انجنیر زیارمل خطاب د تګ او له کارمندانو سره د خدای پامانې لپاره ستاینغونډه ترسره شوه.

kpu_admin
Wed, May 18 2022 9:36 PM
محفل تقدیر از محترم انجنیرزیارمل خطاب نماینده فوق العاده وزارت تحصیلات عالی و معاون مالی اداری، و خدا حافظی وی با منسوبین پوهنتون پولی تخنیک کابل

غونډه د قرآنکریم  د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

دغه  غونډه چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي انجنیر زیارمل خطاب په ویاړ د تکنالوژی معلوماتی په تالارکې جوړه شوې وه، ټولو کارمندانو او کارکونکو په کې ګډون کړی و.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي انجنیر زیارمل خطاب ټولو ګډونوالو ته د مننې او قدرداني ترڅنګ د قرانکریم په مبارکو آیتونو او نبوي احادیثو په رڼا د افغانستان د اسلامي امارت له تګلارې سره سم د قانون د حاکمیت، صداقت، اعتدال او انصاف په برخه کې د خپلو هڅو او مسئولیتونو په اړه خبرې وکړې، همدا راز نوموړي د خپلې کاري دورې په اوږدو کې د دغه پوهنتون د کارمندانو او کارکونکو د دندو او فعالیتونو په اړه خوښی څرګنده کړه.

محفل تقدیر از محترم انجنیرزیارمل خطاب نماینده فوق العاده وزارت تحصیلات عالی و معاون مالی اداری، و خدا حافظی وی با منسوبین پوهنتون پولی تخنیک کابل

ښاغلي خطاب زیاته کړه چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون ټولې لاسته راوړنې، نوښتونه او دریځ په داخلي او خارجي کچه د دغه پوهنتون د رهبري هیئت او د کارمندانو هڅو او دندو پورې تړلي دي او ټولو ته يې د بریالیتوب هیله وکړه.

ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارمندانو په استازیتوب د دغه پوهنتون د لیلیې آمر ښاغلي نجیب الله امرخیل د ښاغلي انجنیرزیارمل خطاب د چارو د ښه پرمخ بیولو او د دغه پوهنتون د پرمختګ په برخه کې نه ستړې کیدونکې هلي ځلي، د نوموړي د شخصیت ځانګړتیاؤ، ښېګڼو، احساساتو، عواطفو، سالمې رهبرۍ او مدیریت په اړه خبري وکړې .او نوموړي ته یې د ژوند په چارو کې د لا بریالیتوب دعا وکړه.

محفل تقدیر از محترم انجنیرزیارمل خطاب نماینده فوق العاده وزارت تحصیلات عالی و معاون مالی اداری، و خدا حافظی وی با منسوبین پوهنتون پولی تخنیک کابل

همدا راز یو شمیر کارمندانو د اړوندو څانګو په استازیتوب د ښاغلي انجنیرزیارمل خطاب د ځانګړتیاؤ په اړه لکه عدالت، استقامت، مسولیت پذیري او مهربانې خبري وکړي او د ژوند په ټولو چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.

محفل تقدیر از محترم انجنیرزیارمل خطاب نماینده فوق العاده وزارت تحصیلات عالی و معاون مالی اداری، و خدا حافظی وی با منسوبین پوهنتون پولی تخنیک کابل

 

محفل تقدیر از محترم انجنیرزیارمل خطاب نماینده فوق العاده وزارت تحصیلات عالی و معاون مالی اداری، و خدا حافظی وی با منسوبین پوهنتون پولی تخنیک کابلمحفل تقدیر از محترم انجنیرزیارمل خطاب نماینده فوق العاده وزارت تحصیلات عالی و معاون مالی اداری، و خدا حافظی وی با منسوبین پوهنتون پولی تخنیک کابل

غونډه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بشري سرچینو آمر قاضي محمد انس مجاهد په دعا سره پای ته ورسیده.

محفل تقدیر از محترم انجنیرزیارمل خطاب نماینده فوق العاده وزارت تحصیلات عالی و معاون مالی اداری، و خدا حافظی وی با منسوبین پوهنتون پولی تخنیک کابلمحفل تقدیر از محترم انجنیرزیارمل خطاب نماینده فوق العاده وزارت تحصیلات عالی و معاون مالی اداری، و خدا حافظی وی با منسوبین پوهنتون پولی تخنیک کابلمحفل تقدیر از محترم انجنیرزیارمل خطاب نماینده فوق العاده وزارت تحصیلات عالی و معاون مالی اداری، و خدا حافظی وی با منسوبین پوهنتون پولی تخنیک کابل

 

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS