د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د ترکیې د اوستم تخنیکي پوهنتون رئیس ښاغلي پروفیسور ډاکټر مورت یولک سره وکتل

kpu_admin
Thu, May 05 2022 11:16 PM
د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د ترکیې د اوستم تخنیکي پوهنتون رئیس ښاغلي پروفیسور ډاکټر مورت یولک سره وکتل

په یاده کتنه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال، د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي انجنیر زیارمل خطاب،  علمي مرستیال ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر محمد نسیم نسیمي او د پوهنځيو رئیسانو ګډون کړی و.

ملاقات محترم پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال رئیس عمومی پوهنتون پولی تخنیک کابل با محترم پروفیسور داکتر مورت یولک رئیس پوهنتون تخنیکی اوستم کشور ترکیه

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال ښاغلي پروفیسور ډاکټر مورت یولک د اوستم تخنیکی پوهنتون عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل، ښاغلي اقبال د ترکیې په ګډون له بهرنیو پوهنتونونو سره د دغه پوهنتون د ښو اړیکو په اړه خبرې وکړې.

ملاقات محترم پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال رئیس عمومی پوهنتون پولی تخنیک کابل با محترم پروفیسور داکتر مورت یولک رئیس پوهنتون تخنیکی اوستم کشور ترکیه.

نوموړي پوهنتون ته د فروفیسور ډاکټر مورت یولک راتګ په اړه خوښي څرګنده کړه.

ورپسې د ترکیې د اوستم تخنیکي پوهنتون رئیس ښاغلي پروفیسور ډاکټر مورت یولک کابل پولي تخنیک پوهنتون ته په راتګ خوښي څرګنده او له میلمه پالنې خوښې څرګنده کړه.

ښاغلي مورت یولک د اوستم تخنیکي پوهنتون، اړوندو څانګو او د هغه د صنعتي شرکتونو په اړه معلومات ورکړل.

ملاقات محترم پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال رئیس عمومی پوهنتون پولی تخنیک کابل با محترم پروفیسور داکتر مورت یولک رئیس پوهنتون تخنیکی اوستم کشور ترکیه.

او همدارنګه یې د لوړو زده کړو محترم وزیر ښاغلي شیخ عبدالباقی حقاني، د کانونو او پطرولیم وزیر ښاغلی شیخ شهاب الدین دلاور سره  یې له  ملاقات یادونه وکړه.

نوموړِي د دغه پوهنتون سره يې د روزنيزو او علمي پروژو په برخو کې د همکاری ژمنه وکړه.

ملاقات محترم پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال رئیس عمومی پوهنتون پولی تخنیک کابل با محترم پروفیسور داکتر مورت یولک رئیس پوهنتون تخنیکی اوستم کشور ترکیه.

د غونډې په جریان کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي انجنیر زیارمل خطاب د ښه راغلاست تر څنګ د پوهنتون د اړتیاوو په اړه یې خبرې وکړې او له نوموړي پلاوي څخه یې د هر راز  همکاریو غوښتنه وکړه.

غونډه دواړه لوریو ته د ځانګړو تحفو په ورکولو سره پای ته ورسیده.

ملاقات محترم پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال رئیس عمومی پوهنتون پولی تخنیک کابل با محترم پروفیسور داکتر مورت یولک رئیس پوهنتون تخنیکی اوستم کشور ترکیه.ملاقات محترم پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال رئیس عمومی پوهنتون پولی تخنیک کابل با محترم پروفیسور داکتر مورت یولک رئیس پوهنتون تخنیکی اوستم کشور ترکیه.

 

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS