په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پوهنتون د رهبري مقام او د لوړو زده کړو وزارت د امرباالمعروف و نهی عن المنکر ریاست په ګده همغږي د ښځینه استادانو، محصلینو او اداري کارمندانو لپاره غونډه ترسره کړه.

kpu_admin
Fri, Mar 11 2022 11:39 PM
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پوهنتون د رهبري مقام او د لوړو زده کړو وزارت د امرباالمعروف و نهی عن المنکر ریاست په ګده همغږي د ښځینه استادانو، محصلینو او اداري کارمندانو لپاره غونډه ترسره کړه.

غونډه د قران کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

یاده غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال، د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي مالي او اداري مرستیال ښاغلي انجنیر زیارمل خطاب، د لوړو زده کړو وزارت د امر باالمعروف و نهی عن المنکر رئیس ښاغلي شیخ شاکر الله شاکر، د پنځمي امنیتي حوزې د امر باالمعروف و نهی عن المنکر آمر، ورسره پلاوي، ښځینه استادانو، محصلینو، اداري کارمندانو او کارکونکو ګدون درلود.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال د غونډې ګدونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اسلامي امارت له مقام څخه مننه وکړه چې، د پوهنتونو شروع کیدو ته یې خاصه پاملرنه کړې نوموړې ګدونوالوته په اشارې سره زیاته کړه کوم اصول چې، اسلامي امارت د پوهنتونو د شروع لپاره تاکلي باید په بشپړه توګه ترې ملاتړ وکرۍ نو که چیرته له نوموړو اصولو څخه سرغړونه وشی هسی نه د پوهنتونو د بیرته بندیدلو سبب به وګرځی.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د امر باالمعروف و نهی عن المنکر رئیس ښاغلي شیخ شاکر الله شاکر په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې اسلامي امارت د انجونو د تعلیم سره هیڅ مخالفت نه لري بلکی دا تعلیم به د شرعې احکامو په چوکاټ کې ترسره کیږي

همدا راز په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي مالي او اداري مرستیال ښاغلي انجنیر زیارمل خطاب د لوړو زده کړو وزارت لایحه په مفصله توګه بیان کړه.

نوموړی په اسلام کې د ښځو د مقام په هکله په تفصیل سره خبرې وکړې، هغه زیاته کړه کوم احکام چې امارت اسلامی يې پلې کول غواړی دا شرعې احکام دې نه د چا شخصي غوښتنه.

د غونډی په پای کې د پنځمي امنیتي حوزې د امرباالمعروف و نهی عن المنکر امر د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بشري سرچینو آمر قاضي محمد انس مجاهد په خپل نوبت سره خبرې وکړې

غونډه د ګدونوالو پښتنو ته په ځوابونو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS