د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو لپاره د ظرفیت لوړولو ورکشاپ د رهبرۍ ترعنوان لاندي دائرشو

kpu_admin
Sat, Feb 12 2022 11:29 PM
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو لپاره د ظرفیت لوړولو ورکشاپ د رهبرۍ ترعنوان لاندي دائرشو

په دې ورکشاپ کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي او د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي انجنیر زیارمل خطاب، د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال، علمي مرستیال ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر محمد نسیم نسیمي، د پوهنځيو رئیسانو او استادانو ګډون کړی و.

لومړی د دغه پوهنتون د استادانو د مسلکي پراختیا آمر ښاغلي پوهنمل محمد یونس وفا د دغه ورکشاپ د جوړیدو اجنډا او موخه تشریح کړه.

ورکشاپ انکشاف ظرفیت برای استادان پوهنتون پولی تخنیک کابل تحت عنوان رهبری Leadership برگزار شد.

ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال ټولو ګدونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې، د استادانو د مسلکي او علمي ودې په موخه د دا ډول پروګرامونو ترسره کول ګټور، آغیزمن او مهم دي او د دغه ورکشاپ له تنظیموونکو څخه یې مننه وکړه او په پرله پسې توګه یې د هیواد په دننه او بهر کې د دغه پوهنتون د علمي نوښتونو او لاسته راوړنو څخه یادونه وکړه.

ورکشاپ انکشاف ظرفیت برای استادان پوهنتون پولی تخنیک کابل تحت عنوان رهبری Leadership برگزار شد.

همدارنګه د لوړو زده کړو د وزارت ځانګړي استازي د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي انجنیر زیارمل خطاب ټولو ته ښه راغلاست ووایه او د پوهنتون په کچه یې د داسې پروګرامونو ترسره کولو نه خوښي څرګنده کړه.

نوموړي د دغو پروګرامونو ترسره کول د استادانو د علمي او مسلکي ودې په موخه نوښت او لاسته راوړنه وګڼله او د کابل پولي تخنيک پوهنتون مشرتابه، استادانو او مسوولينو ته يې د دغه ډول پروګرامونو د ترسره کولو له امله مبارکي وويله دغه راز ښاغلي خطاب په خپلو راتلونکو پلانونو کې په دغه پوهنتون کې د دوکتورا پروګرام جوړول او د کانونو د مدیریت تر عنوان لاندی د ملی کنفرانس د دائریدو يادونه وکړه.

ورکشاپ انکشاف ظرفیت برای استادان پوهنتون پولی تخنیک کابل تحت عنوان رهبری Leadership برگزار شد.

همدا راز پوهنوال ډاکټر امان الله فقیري د ورکشاپ ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د رهبري په اړه د یو چمتو شوې پریزنتیشن له لارې د رهبرۍ د ځانګړتیاوو، طریقو او له مدیریت سره د هغه د توپیرونو په اړه مفصل معلومات ورکړل. چې، د ګډونوالو له خوا یې تود هرکلی وشو.

ورکشاپ انکشاف ظرفیت برای استادان پوهنتون پولی تخنیک کابل تحت عنوان رهبری Leadership برگزار شد.

 

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS