د کابل پولی تخنیک پوهنتون غړو سره د لوړو زده کړو وزارت مشورتی مجلس

kpu_admin
Mon, Sep 27 2021 8:49 PM
د کابل پولی تخنیک پوهنتون غړو سره د لوړو زده کړو وزارت مشورتی مجلس

مجلس د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو رئیس دوکتور دلاور سیلاب ، شیخ الحدیث مولوي شاه محمد ، د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي ښاغلي انجنیر زیارمل خطاب ، د پوهنتون عمومي رییس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال، د پوهنتون مرستیالان، د پوهنتون د ا ا د شورا مسوول ښاغلي انجنیراسدالله عمر د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او د پوهنتون کارکوونکو د جمنازیم په تالار کي دایر شو.

مجلس مشورتی وزارت تحصیلات عالی با منسوبین پوهنتون پولی‌تخنیک کابل

دغه مجلس د ښاغلي پوهنوال عبدالله زاهدی د قران عظیم الشان د آیاتونو په تلاوت پیل شو.
ورپسې د کابل پولی تخنیک پوهنتون عمومی رئیس ښاغلي عبدالرشید اقبال میلمنو ته ښه راغلاست وویل او د پوهنتون منسوبینو ته د اسلامی روحیه ،هیواد بچیانوته د ښه تربیت او اعتلا ژمنه او ډاډ ورکړ.

مجلس مشورتی وزارت تحصیلات عالی با منسوبین پوهنتون پولی‌تخنیک کابلمجلس مشورتی وزارت تحصیلات عالی با منسوبین پوهنتون پولی‌تخنیک کابل

وروسته ښاغلي دوکتور دلاور سیلاب په خپلو خبرو کی افغانستان د اسلامی نړی زړه وګڼه او همدا راز د اسلامی خاورو موقیعت د جغرافیایی له اړخه با اهمیت او ښه موقیعت د مسلمانانو په ګته وباله او له دی امکاناتوڅخه د اسلامی امت د پیشرفت اوترقی لپاره ښه ګټه واخیستل شی.

مجلس مشورتی وزارت تحصیلات عالی با منسوبین پوهنتون پولی‌تخنیک کابل

اودپولی تخنیک پوهنتون معنوی سرمایه (استادان اومحصلین)دکانونوداستخراج ،ابومهارولو اوبریښناییزی انرژی دتولید لپاره یوارزښتناکه منبع وګڼله .

مجلس مشورتی وزارت تحصیلات عالی با منسوبین پوهنتون پولی‌تخنیک کابل

ورپسی ښاغلي شیخ الحدیث شاه محمد د عدالت،برابری او د افغانستان اسلامی امارت پالیسی ،عفوه اوتیر تاریخ او د زمامدارانو او د هیواد پرمختیک نکولو د تیرو دورو خبری وکړی او هیله وښوده چه اسلامی امارت له خپلو جامع برنامو په عملی کولو د افغانستان د مسلمان ولس د ښیرازۍ سبب وگرځی او د پوهنتون استادانوته د لوړو زده کړو وزارت د همکاری په ملاتړیی ډاډ ورکړ.

مجلس مشورتی وزارت تحصیلات عالی با منسوبین پوهنتون پولی‌تخنیک کابل

په پای کی د کابل پولی تخنیک پوهنتون د استادانو په استازیتوب ښاغلی پوهنمل سعید الرحمن احساس اسلامی ا م ا ر ت ته په همکاری اواطمنان ورکولوهوډ وکړ اود پوهنتون اسانتیاوې او وړتیاوې د انجنیرانو د تربیت او وطن ته ښه او موثر وباله او د افغانستان د اسلامی امارت څخه هیله وکړه چی دی پوهنتون سره مرسته او همکاری ورکری.

مجلس مشورتی وزارت تحصیلات عالی با منسوبین پوهنتون پولی‌تخنیک کابل

دغه مجلس د ښاغلي مولوی لطف الله عاصم د عایه په لوستلو سره پای ته ورسید.

د کابل پولی تخنیک پوهنتون غړو سره د لوړو زده کړو وزارت مشورتی مجلس

 

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS