د کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون د فوټسال سياليو پنځلسم پړاو چې د بدني اعداد په موخه په لار اچول شوی و، په برياليتوب سره پای ته ورسېد

kpu_admin
Wed, May 20 2026 10:35 AM
د کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون د فوټسال سياليو پنځلسم پړاو چې د بدني اعداد په موخه په لار اچول شوی و، په برياليتوب سره پای ته ورسېد

د کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون د فوټسال سياليو د پنځلسم پړاو د پایلوبې مراسم د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، آمرينو، استادانو، د افغانستان اسلامي بانک استازو او يو شمېر محصلانو او د ورزش مينوالو په حضور کې په برياليتوب سره ترسره شول.

د مراسمو په پيل کې د کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال محترم انجنير مفتاح‌ الدين عزام د ځوانانو په جسمي، فکري او اخلاقي ودې کې د ورزش د ارزښت په اړه خبرې وکړې او له محصلانو يې وغوښتل چې ورزش د نېک او سالم نيت له مخې ترسره کړي؛ ځکه ورزش د خير له نيت سره د الله تعالی د رضا سبب ګرځي او عبادت ګڼل کېږي.

نوموړي همدارنګه څرګنده کړه چې ورزش يوازې د بدني وړتياوو د پياوړتيا لامل نه ګرځي، بلکې د شخصيت په وده، د همکارۍ د روحيې، نظم، انضباط او د ځوانانو د ښو اخلاقو په پياوړتيا کې هم مهم او ارزښتناک رول لري.

ښاغلي عزام له محصلانو وغوښتل چې خپل قوت او توان د مظلومانو د ملاتړ، د ټولنې د خدمت او د اسلامي ارزښتونو د ترويج په برخه کې وکاروي او لکه څنګه چې له فزيکي اړخه وده کوي، خپل اخلاق او چلند هم ښه او منظم وساتي.

ورپسې د افغانستان اسلامي بانک شرعي سلاکار محترم محب‌ الله شريف د اسلام له نظره د ورزش د اهميت په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې او ورزش يې د جسم د سلامتيا، د روحيې د پياوړتيا او د ځوانانو د سالمې روزنې يوه مهمه وسيله وبلله.

نوموړي د یادو سياليو په تمويل کې د افغانستان اسلامي بانک له همکارۍ او ملاتړ څخه خوښي څرګنده کړه او د ځوانانو د ملاتړ او د سالمو ورزشي فعاليتونو د ودې په برخه کې يې د دغه بانک ټولنيز خدمات د ټولنيز مسئوليت يوه مهمه برخه وبلله.

د يادونې وړ ده چې د دغو سياليو په دې پړاو کې د جيولوجي او کانونو پوهنځي لومړی، د کيمياوي صنايعو انجينرۍ پوهنځي دويم او د اداري کارکوونکو لوبډلې درېيم مقامونه خپل کړل.

غونډه د اتلولۍ د جام، ستاينليکونو او تحايفو په وېشلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu