د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ
د پوهنتون په ویبسایت کې د خپرولو لپاره د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ اړین معلومات
د ډیپارټمنټ په اړه
د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ د کابل پولیتخنیک پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له فعالو علمي او اکاډمیکو څانګو څخه دی. دغه ډیپارټمنټ په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د محاسبې او معلوماتي علومو تر نوم لاندې خپلې علمي او تدريسي چارې پيل کړې، او له ۱۳۹۷ لمریز کال وروسته یې نوم «د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ» ته واوښت.
یاد ډیپارټمنټ تل د لوړو زدهکړو وزارت د قوانینو او مقرراتو له مخې د محصلینو او علمي کادر د ودې او پرمختګ لپاره تدريسي، علمي او عملي فعالیتونه ترسره کړي دي. دا مهال دغه ډیپارټمنټ اته تنه برحاله علمي کادر غړي لري چې د ماسټر او لېسانس تر کچې زده کړې لري او په دوامداره توګه په علمي او څېړنیزو فعالیتونو بوخت دي.
د ډیپارټمنټ موخې
د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ موخې:
- د زدهکړو د کیفیت لوړول او د ظرفیت لوړونه:
- د عصري درسي نصاب او نړیوالو معیارونو پر بنسټ د لوړ کیفیت درسي مضمونونو وړاندې کول.
- د کمپیوټري شبکو په تخصصي برخو کې د محصلینو پیاوړتیا له ابتدایي تر پرمختللي کچې پورې.
- د علمي څېړنو پرمختګ:
- د کمپیوټري شبکو، مصنوعي ځیرکتیا، روبوټیک علومو او نورو اړوندو برخو کې د څېړنو پراختیا.
- د څېړنیزو او علمي پروژو له لارې د نوښت او خلاقیت هڅونه.
- د علمي اړیکو او نړیوالو همکاریو پیاوړتیا:
- د کمپیوټري شبکو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې له معتبرو نړیوالو بنسټونو سره د همکاریو رامنځته کول او پیاوړي کول.
- د کنفرانسونو، سمینارونو او ګډو علمي پروژو له لارې د پوهې شریکول او تبادله.
- ټولنې ته خدمت او ملي اړتیاوو ته ځواب ویل:
- د ټکنالوژۍ اړوندو پالیسیو د پراختیا په برخه کې له ملي کمېسیونونو او دولتي ادارو سره همکاري.
- ټولنې ته د علمي او تعلیمي خدمتونو وړاندې کول، څو د کمپیوټري شبکو اړوند پوهه او مهارتونه لوړ شي.
- د دوامدار او نوښتګر اکاډمیک چاپېریال رامنځته کول:
- د وخت د اړتیاوو پر بنسټ د درسي مفرداتو دوامداره ښه والی او بیاکتنه.
- د زدهکړې او څېړنې لپاره د ارام، آزاد او په عصري ټکنالوژیو سمبال چاپېریال رامنځته کول.
- د سیال بشري ځواک روزنه:
- د داسې متخصصینو روزنه چې وکولای شي په ملي، سیمهییزو او نړیوالو معیارونو کې سیالي وکړي.
- د ټکنالوژۍ له ننګونو سره د مقابلې او د علمي او تخنیکي ستونزو د حل لپاره د محصلینو چمتو کول.
لیدلوری (Vision)
زموږ لیدلوری د شبکې انجنیري رشتې پراختیا ده، تر څو د علمي افکارو، نوښت او لوړ مهارتونو د وړاندې کولو د یو باوري مرکز په توګه وپېژندل شي، او د خپلو پیاوړو ټکو د پیاوړتیا له لارې وکولای شي په ملي، سیمهییزه او نړیواله کچه علمي سیالي ترسره کړي.
د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ د یو لوړ کیفیت، بېطرفه او معیاري اکاډمیکې رشتې په توګه، د عصري ټکنالوژۍ او د نړۍ لهخوا منل شوي درسي نصاب پر بنسټ خپلو علمي او تدريسي فعالیتونو ته دوام ورکوي. موږ په پام کې لرو چې په دې رشته کې تحصیلي خدمتونه او فعالیتونه لا پراخ کړو او له معتبرو نړیوالو بنسټونو سره خپلې علمي او اکاډمیکې اړیکې نوره هم پیاوړې کړو.
رسالت (Mission)
د شبکې انجنیري رشته د خپلو موخو او لیدلوري د پوره کولو په موخه چمتو ده چې د ټولنې د اړتیاوو له مخې، د مجربو استادانو او پراخو امکاناتو په لرلو سره، خپلې علمي، تدريسي او څېړنیزې چارې په بریالیتوب سره پرمخ یوسي.
زموږ مأموریت دا دی چې د تحصیلي نصاب بشپړ او بریالی تطبیق یقیني کړو او په هېواد کې د لوړو زدهکړو اړتیاوو ته په کتو علمي او اکاډمیک فعالیتونه پراخ کړو. موږ ځان مسؤل ګڼو چې د عصري ټکنالوژۍ له وسایلو څخه په ګټې اخیستنې سره باکیفیته درسي مواد وړاندې کړو او د محصلینو فکري او تخصصي وړتیاوې لوړو کچو ته ورسولو، تر څو وکولای شي په خپل مسلک او تخصص کې له نورو هېوادونو سره سیالي وکړي.
د درسي مفرداتو ښه والی او بیاکتنه، د اکاډمیکو او اداري چارو تنظیم د نافذه قوانینو له مخې، او د دې رشتې د محصلینو لپاره د ارام، آزاد او مناسب اکاډمیک چاپېریال رامنځته کول زموږ د مأموریت مهمې برخې دي.
د ډیپارټمنټ فعالیتونه
د دې ډیپارټمنټ مهم فعالیتونه په لاندې ډول دي:
- د کمپیوټري شبکو په برخه کې د دې ډیپارټمنټ د محصلینو د تخصصي ظرفیت لوړول له ابتدایي تر پرمختللي کچې پورې.
- د دې ډیپارټمنټ د استادانو او محصلینو لهخوا د علمي سمینارونو تنظیم او ترسره کول.
- د کمپیوټري شبکو، مصنوعي ځیرکتیا، روبوټیک علومو او نورو اړوندو برخو کې د څېړنیزو پروګرامونو پرمخ بېول.
- د وزارت په کچه ملي کمېسیونونو کې ګډون او په ورسپارل شوو چارو کې همکاري.
- د ملي ازموینو ادارې سره همکاري د پوښتنو د ترتیب، د ازموینو د تنظیم او ملي کچې کنټرول په برخه کې.
اسانتیاوې (Facilities)
دا ډیپارټمنټ د ورځنیو تدريسي چارو د پرمخ بېولو لپاره معیاري درسي صنفونه لري چې په بشپړه توګه د عصري ټکنالوژۍ او ښوونیزو مرستندویو وسایلو لکه پروجکټر، کمپیوټر، سپینه تخته، مارکر، د استاد مېز، د محصلینو څوکۍ او نور اړین توکي سمبال دي، چې د تدريسي بهیر په اغېزمنه توګه مرسته کوي.
همدارنګه، د عملي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره دوه مجهز لابراتوارونه لري:
- کمپیوټر لابراتوار
- سیسکو لابراتوار
۱. کمپیوټر لابراتوار
د دې ډیپارټمنټ کمپیوټر لابراتوار د عملي مضامینو د تدریس لپاره له معیاري ځای څخه برخمن دی او ۳۰ د کمپیوټر دستګاوې لري، چې په یو وخت کې د ۶۰ تنو محصلینو د تدریس ظرفیت لري.
دا لابراتوار د تدریس د مرستندویو امکاناتو له پلوه، هم د ټکنالوژۍ او هم د معیاري درسي صنف د وسایلو له نظره، په بشپړه توګه سمبال دی. د دې لابراتوار د تجهیزاتو لېست او د وسایلو انځورونه له تاسو سره دلته شریک شوي دي.
۲. سیسکو لابراتوار
د دې ډیپارټمنټ سیسکو لابراتوار د تطبیقي او عملي مضامینو د تدریس لپاره له معیاري ځای څخه برخمن دی او د شبکې اړوند وسایل لکه روټرونه، سویچونه او نور تجهیزات لري. په دې لابراتوار کې محصلین کولی شي د استاد تر لارښوونې لاندې، په ګروپي بڼه خپلې عملي چارې ترسره کړي. د دې لابراتوار د تجهیزاتو لېست او د وسایلو انځورونه له تاسو سره دلته شریک شوي دي.
کتلاک
استادان او کارمندان
استادان
پوهنیار سید شفیع الله سادات
پېژندنه
نوم: سید شفیعالله
تخلص: سادات
د زېږېدو کال: ۱۳۷۳ لمریز
د زېږېدو ځای: کابل
د تحصیل کچه: ماستر
علمي رتبه: پوهنیار
زده کړې
- ابتدایي زدهکړې: د میر عبدالکریم معقول هلکانو لیسه
- ثانوي زدهکړې: د میر عبدالکریم معقول هلکانو لیسه، د فراغت کال: ۱۳۹۰
- د لېسانس دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځی، پروان پوهنتون، د فراغت کال: ۱۳۹۴
- د ماستري دوره: تخنیکي پوهنځی، ګیلان پوهنتون – ایران، د فراغت کال: ۱۴۰۱
پخوانۍ او اوسنۍ دندې او ټولنیز خدمات
- د پروان پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ مدیر له ۱۳۹۵ تر ۱۳۹۸ پورې
- برحاله استاد د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ، د کمپیوټر ساینس پوهنځی، کابل پولیتخنیک پوهنتون (له ۱۴۰۲ راهیسې)
- د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ آمر، د کمپیوټر ساینس پوهنځی، کابل پولیتخنیک پوهنتون (له ۱۴۰۳ راهیسې)
اکاډمیک فعالیتونه:
د شبکې انجنیرۍ د ډیپارټمنټ د علمي کدر غړي پوهنیار سید شفیعالله سادات د علمي آثارو جدول
|
شمېره |
د اثر عنوان |
د وړاندې کولو نېټه |
|
1 |
آشکارسازی، دستهبندی و شمارش وسایط نقلیه با استفاده از دوربین های نظارت تصویری |
1401 |
د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ د علمي کادر غړی پوهنیار سید شفیعالله سادات د علمي مقالو جدول
|
کال او د چاپ نسخه |
نشرونکی |
ژورنال |
موضوع |
شمېره |
|
|
بین المللی |
Volume 07 Issue 05 May 2024 |
International Journal of Multidisciplinary Research and Analysis |
International Journal of Multidisciplinary Research and Analysis |
Ai Based Chatbot: A Case Study Afghanistan Healthcare Services Mental Health Disorder |
1 |
|
بین المللی |
26-Dec-2024
|
Springer Nature |
Multimedia Tools and Applications |
Counting vehicles types using deep learning algorithm in video surveillance systems |
2 |
|
ملی |
2024, Vol. 1, No. 2, p. 79-90 |
Journal Of Engineering and Applied Research |
Semiannual Scientific Journal of National University of Skills |
Counting Vehicles Types Using Deep Learning Algorithm in Video Surveillance Systems
|
3 |
د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ د علمي کادر غړی پوهنیار سید شفیعالله سادات د علمي کنفرانسونو جدول
|
شمېره |
عنوان |
د وړاندې کولو نېټه |
د وړاندې کولو ځای |
|
1 |
A Review on Network Traffic Classification Evolution |
1403/11/20 |
د کمپیوټر ساینس پوهنځی |
پوهنیار عبدالشکور عظیمی
پېژندنه
نوم: عبدالشکور
تخلص: عظیمي
د زېږېدو کال: ۱۳۷۱ لمریز
د زېږېدو ځای: وردګ ولایت
د تحصیل کچه: ماستر
علمي رتبه: پوهنیار
تحصیلات
- ابتدایي زدهکړې: د دشت توپ ښوونځی
- ثانوي زدهکړې: د ابوذر غفاري عالي لیسه
- د لېسانس دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځی، شیخ زاید خوست پوهنتون، د فراغت کال: ۱۳۹۴
- د ماستري دوره: د شیانو انټرنېټ (Internet of Things) رشته، د کمپیوټر ساینس پوهنځی، د جنوبي اسیا پوهنتون – هند، د فراغت کال: ۱۳۹۹
پخوانۍ او برحاله دندې او ټولنیز خدمات
- افتخاري استاد په وردګ د لوړو زدهکړو مؤسسه کې (۲۰۱۶ – ۲۰۱۸)
- قراردادي استاد د دشت توپ څورشتوي انستیتوت، د کمپیوټر ساینس څانګه (۲۰۱۶ – ۲۰۱۷)
- استاد د کمپیوټر ساینس پوهنځی، باختر خصوصي پوهنتون (تر ۲۰۲۳ پورې)
- برحاله استاد د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ، د کمپیوټر ساینس پوهنځی، کابل پولیتخنیک پوهنتون (له ۱۴۰۲ راهیسې)
اکاډمیک فعالیتونه
د شبکې انجنیرۍ د ډیپارټمنټ د علمي کدر غړي پوهنیار عبدالشکور عظیمی د علمي آثارو جدول
|
شمېره |
د اثر عنوان |
د وړاندې کولو نېټه |
|
|
1 |
Performance Evaluation of Slotted Aloha Anti-Collision Protocol for Mobile RFID Tags Identification using NHPP |
2020 |
|
د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ د علمي کادر غړی پوهنیار عبدالشکور عظیمی د علمي مقالو جدول
|
ملاحظات |
کال او د چاپ نسخه |
نشرونکی |
ژورنال |
موضوع |
شمېره |
|
بین المللی |
Volume 10, No.3, May – June 2021 |
International Journal of Advanced Trends in Computer Science and Engineering |
International Journal of Advanced Trends in Computer Science and Engineering |
Performance Evaluation of Slotted Aloha Anti-Collision Protocol for Mobile RFID Tags Identification using NHPP |
1 |
|
بین المللی |
2025 |
Jurnal Ilmiah Dinamika Sosial |
Jurnal Ilmiah Dinamika Sosial |
The Influence of Emerging Technologies on Communication Practices in The Digital Age |
2 |
د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ د علمي کادر غړی پوهنیار عبدالشکور عظیمی د علمي کنفرانسونو جدول
|
شمېره |
عنوان |
د وړاندې کولو نېټه |
د وړاندې کولو ځای |
|
1 |
Smart Irrigation system Using IoT in Afghanistan |
1403/11/20 |
پوهنځی کمپیوتر ساینس |
پوهنیار احمد فواد ژواک
پېژندنه
نوم: احمد فواد
تخلص: ژواک
د زېږېدو کال: ۱۳۷۱ لمریز
د زېږېدو ځای: لوګر ولایت
د تحصیل کچه: ماستر
علمي رتبه: پوهنیار
تحصیلات
- ابتدایي زدهکړې: د پادخواب شانه ابتدائیه مکتب
- ثانوي زدهکړې: د حامد کرزي عالي لیسه
- د لېسانس دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځی، ننګرهار پوهنتون، د فراغت کال: ۱۳۹۳
- د ماستري دوره: د معلوماتي سیستمونو رشته، د کمپیوټر ساینس پوهنځی، کابل پوهنتون، د فراغت کال: ۱۴۰۱
پخوانۍ او برحاله دندې او ټولنیز خدمات
- برحاله استاد د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ، کابل پولیتخنیک پوهنتون (له ۱۴۰۳ راهیسې)
اکاډمیک فعالیتونه
د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ د علمي کادر غړی پوهنیار احمد فواد ژواک د علمي مقالو جدول
|
ملاحظات |
کال او د چاپ نسخه |
نشرونکی |
ژورنال |
موضوع |
شمېره |
|
بین المللی |
2025 |
Gameology and Multimedia Expert |
Gameology and Multimedia Expert |
1 |
د شبکې انجنیرۍ د ډیپارټمنټ د علمي کدر غړي پوهنیار احمد فواد ژواک د علمي آثارو جدول
|
شمېره |
د اثر عنوان |
د وړاندې کولو نېټه |
|
1 |
Analyzing the Role and Forecasting the Usage of Social Media and Smartphone in News Dissemination in Afghanistan |
2022 |
پوهنیار عبدالاول قریشی
پېژندنه
نوم: عبدالاول
تخلص: قریشي
د زېږېدو کال: ۱۳۷۳ لمریز
د زېږېدو ځای: تخار ولایت
د تحصیل درجه: ماستر
علمي رتبه: پوهنیار
تحصیلات
- ابتدایي، ثانوي او لیسه زدهکړې: د ډاکټر سید حسین شهید مکتب او لیسه، تخار ولایت
- لېسانس دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځی، کندز پوهنتون
- د ماستري دوره: تخنیکي پوهنځی، ګیلان پوهنتون – ایران، د فراغت کال: ۱۴۰۲
پخوانۍ او برحاله دندې او ټولنیز خدمات
- د "هدف برتر" ښوونیز مرکز جوړول
- د "نورا" ټکنالوژۍ خدماتو کې ګډون
- برحاله استاد د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ، د کمپیوټر ساینس پوهنځی، کابل پولیتخنیک پوهنتون (له ۱۴۰۳ راهیسې)
اکاډمیک فعالیتونه
د شبکې انجنیرۍ د ډیپارټمنټ د علمي کدر غړي پوهنیار عبدالاول قریشي د علمي آثارو جدول
|
شمېره |
د اثر عنوان |
د وړاندې کولو نېټه |
|
1 |
تشخیص و شناسایی همزمان رنگ و نمبر پلیت وسایل نقلیه در سیستم های نظارت هوشمند با استفاده از الگوریتم های یادگیری عمیق |
1402 |
د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ د علمي کادر غړی پوهنیار عبدالاول قریشي د علمي مقالو جدول
|
ملاحظات |
کال او د چاپ نسخه |
نشرونکی |
ژورنال |
موضوع |
|
2024 |
International Journal of Intelligent Systems Technologies and Applications |
International Journal of Intelligent Systems Technologies and Applications |
Detection and recognition of vehicle licence plates using deep learning in challenging conditions: a systematic review |
1 |
د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ د علمي کادر غړی پوهنیار عبدالاول قریشي د علمي کنفرانسونو جدول
|
شمېره |
عنوان |
د وړاندې کولو نېټه |
د وړاندې کولو ځای |
|
1 |
Implementation of Software Defined Network (SDN) with OpenFlow Protocol |
1403/11/20 |
پوهنځی کمپیوتر ساینس |
نامزدپوهنیار سمیع الله گلزار
پېژندنه
نوم: سمیعالله
تخلص: گلزار
د زېږېدو کال: ۱۳۷۹ لمریز
د زېږېدو ځای: کابل
د تحصیل درجه: لېسانس
علمي رتبه: د پوهنیار نوماند
تحصیلات
- ابتدایي زدهکړې: د عاشقان او عارفان مکتب
- ثانوي زدهکړې: د آزادۍ لیسه
- لېسانس دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځی، کابل پولیتخنیک پوهنتون
پخوانۍ او برحاله دندې او ټولنیز خدمات
- د قدم خیریه او تعلیمي موسسې د ویبسایټ پراختیا ورکوونکی
- برحاله استاد د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ، د کمپیوټر ساینس پوهنځی، کابل پولیتخنیک پوهنتون (له ۱۴۰۲ راهیسې)
نامزد پوهنیارشمس الاسلام شیرانی
پېژندنه
نوم: شمسالاسلام
تخلص: شیراني
د زېږېدو کال: ۱۳۷۶ لمریز
د زېږېدو ځای: وردګ ولایت
د تحصیل کچه: لېسانس
علمي رتبه: د پوهنیار نوماند
تحصیلات
- ابتدایي زدهکړې: د حضرت عثمان مکتب، د چک ولسوالی
- ثانوي زدهکړې: د رحمان بابا عالي لیسه
- لېسانس دوره: د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو پوهنځی، کابل پوهنتون، د فراغت کال: ۱۳۹۸
پخوانۍ او برحاله دندې او ټولنیز خدمات
- د بهرنیو شبکو عمومي مدیر، د لوړو زدهکړو وزارت، د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، آمریت افګرین۱۴۰۰ – ۱۴۰۳
- برحاله استاد د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ، د کمپیوټر ساینس پوهنځی، کابل پولیتخنیک پوهنتون (له ۱۴۰۳ راهیسې)
نامزد پوهنیار محمد یونس پوپل
نوم: محمد یونس
تخلص: پوپل
د زېږون کال: ۱۳۷۰ لمریز
د زېږون ځای: هرات ولایت
د تحصیل درجه: لېسانس
علمي رتبه: د پوهنیار نوماند
تحصیلات
- ابتدایي، ثانوي او عالي زدهکړې: د سیفی لیسه، هرات ولایت
- لېسانس دوره: د شبکې ډیپارټمنټ، د کمپیوټر ساینس پوهنځی، هرات پوهنتون، د فراغت کال: ۱۳۹۶
پخوانۍ او برحاله دندې او ټولنیز خدمات
- استاد په غالب پوهنتون – هرات، د ۱۳۹۹ څخه تر ۱۴۰۲ پورې
- برحاله استاد د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ، د کمپیوټر ساینس پوهنځی، کابل پولیتخنیک پوهنتون (له ۱۴۰۳ راهیسې)
پوهنیار احمد مسعود لطیف رای
پېژندنه
پوهنیار احمد مسعود لطیف رای د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ د علمي کادر غړی دی.
تحصیلات
پوهنیار احمد مسعود خپل تحصیلات د لېسانس په سطحه په کمپیوټر ساینس کې په پاکستان کې ترسره کړي، او د ماستري دوره یې په همدې رشته کې په برلین تخنیکي پوهنتون کې د ۱۳۹۵ کال په جریان کې بشپړه کړې. د ماستري تیزس یې د لاندې عنوان لاندې دفاع کړې:
A Security Framework for Application Development at the Ministry of Higher Education in Afghanistan
علمي او اداري فعالیت
په ۱۳۸۹ کال کې رسماً د محاسبه او علومو معلوماتي ډیپارټمنټ (شبکې انجنیري) د استاد په رتبه د کابل پولیتخنیک پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی ته وګمارل شو، او تر اوسه د دې ډیپارټمنټ د علمي کادر غړی په توګه په پوهنیار رتبه کې فعالیت لري.
سربېره پر اکاډمیک فعالیتونو، پوهنیار احمد مسعود اوس د مخابراتو وزارت کې د تخنیکي او مسلکي معاونت دندې هم پر غاړه لري.
کارمندان (Staff)
نوم او تخلص: رحمانالله رحماني
دنده/عنوان: د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ لابرانت
تحقیقات
د تحقیق مسیرونه او ساحې:
د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ د کمپیوټر ساینس پوهنځی، کابل پولیتخنیک پوهنتون یوه اصلي رشته ده چې هدف یې د ماهرو متخصصینو او څېړونکو روزنه ده، څو په نوې ټکنالوژۍ او کمپیوټر شبکو کې اغېزمن رول ولوبوي. دغه ډیپارټمنټ د بنسټیزو مضامینو لکه عملیاتي سیسټمونه، کمپیوټر شبکې، پرمختللې شبکې، او پروګرامنګ ترڅنګ په لاندې څېړنیزو ساحو تمرکز لري:
- کمپیوټر شبکې:
په دې برخه کې څېړنې د ثبات لرونکو شبکو ډیزاین او پلي کولو، د ارتباطي پروتوکولونو اصلاح، د شبکو امنیت، او نوې ټکنالوژۍ لکه 5G شبکې، SDN (سوفټویر-محور شبکې)، او د شیانو انټرنېټ (IoT) باندې تمرکز کوي. - مصنوعي ځیرکتیا (هوش مصنوعي):
په دې برخه کې څېړنې د ماشین زدهکړه، د طبیعي ژبې پروسس، کمپیوټر لید، وړاندیز سیسټمونه، او د AI کارونې په شبکو او ارتباطي سیستمونو کې شامل دي. - روباتیک:
څېړنې د خودکار سیستمونو پراختیا، د هوښیار روباتونو ډیزاین او کنټرول، او د مصنوعي ځیرکتیا او کمپیوټر شبکو ادغام ته تمرکز لري، څو د انټرنېټ سره تړلي روباتونه جوړ شي. - پروګرامنګ:
څېړنې په دې برخه کې د نوو پروګرامنګ ژبو پراختیا، پرمختللي الگوریتمونه، د کوډ اصلاح تخنیکونه، او د پروګرامنګ کارونې د علمي او انجینري ستونزو په حل کې تمرکز لري.
اساتید او څېړونکي د خپل پوهې او تجربې په کارولو سره هڅه کوي چې نوښتګر حل لارې وړاندې کړي، څو د نوې ټکنالوژۍ ننني چلنجونه حل کړي او د ټولنې اړتیاوې پوره کړي.
علمي پروګرامونه
د لېسانس پروګرام
|
Program Code |
Program Title |
|
Bachelor of Network Engineering |
نصاب
نصاب د لېسانس پروګرام باید په PDF فایل کې چمتو او جلا توګه د آمریت ټکنالوژۍ معلوماتي ته واستول شي، ترڅو دلته اپلوډ شي او د لینک له لارې ټولو ته لاسرسی ولري.
تعلیمي اهداف
نصاب د زدهکړې موخه لري چې د OBE/SCL نتایجو پر بنسټ جوړ شوی وي، څو دوه مهم اهداف د شبکې انجنیري د فارغالتحصیلانو لپاره پوره کړي:
- د زدهکوونکو روزنه د بازار اړوند مهارتونو ترلاسه کولو لپاره په شبکه او ارتباطاتو کې.
- د تحصیلاتو لپاره قوي علمي بنسټ رامنځته کول، څو د لوړو زدهکړو (ماستري او ډاکټرا) لپاره چمتووالی ولري.
سربېره پر دې، د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ اکادمیک غړي به علمي څېړنې ترسره کړي، څو د مسلکي مسیر د پیاوړتیا لپاره ملاتړ وکړي.
د فراغت متوقع نتایج
د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ د کمپیوټر شبکو د فارغالتحصیلانو اصلي نتایج (Outcomes) په لاندې ډول دي:
- د بازار محور متخصصین روزل:
فارغالتحصیلان به عملي او تخصصي مهارتونه ترلاسه کړي چې په ملي او نړیواله کچه په مؤثره توګه په بازار کار کې برخه واخلي. - د لوړو زدهکړو لپاره قوي علمي بنسټ جوړول:
فارغالتحصیلان به د ژورې نظری او عملي پوهې سره چمتو وي، څو خپل تحصیلات په ماستري او ډاکټرا کې دوام ورکړي. - علمي او تطبیقي څېړنو تولید:
اکادمیک غړي او محصلین به څېړنې ترسره کړي او نتایج به یې په کنفرانسونو او علمي مجلو کې وړاندې کړي، چې د شبکه، هوش مصنوعي او روباتیک په برخو کې د پوهې او ټکنالوژۍ وده وکړي. - د پېچلو ستونزو حل کولو وړتیا لوړول:
فارغالتحصیلان به وکولی شي چې د کمپیوټر شبکو او ټکنالوژۍ په برخه کې پېچلې ستونزې تحلیل او حل کړي او د نوې ټکنالوژۍ چلنجونه په مؤثره توګه مدیریت کړي. - د صنعت سره اغېزمنه اړیکه:
د پرمختګ او صنعت کمیټو کې ګډون سره، نصاب او علمي فعالیتونه به د حقیقي صنعت اړتیاو ته ځواب ووایي او فارغالتحصیلان به د بازار کار لپاره ښه چمتو شي. - په نړیواله کچه د رقابت وړتیا لوړول:
زدهکوونکي او استادان به د عصري نصاب او پرمختللې روزنې په مرسته وکولی شي په ملي، سیمهایز او نړیواله کچه له نورو متخصصینو سره سیالي وکړي. - نوښت او کارآفرینۍ ته وده ورکول:
دغه تعلیمي برنامه به د عملي زدهکړې او تخصصي مهارتونو له لارې فارغالتحصیلان وروزي چې نوښتګر نظریات وړاندې کړي او کارآفرینانه پروژې پراختیا ورکړي. - د زدهکړې او څېړنې فرهنګ رامنځته کول:
د ډیپارټمنټ تعلیمي او څېړنیز چاپیریال به د مادامالعمر زدهکړې، څېړنې او پوهې د پرمختګ هڅونه وکړي.
اړېکه
د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ سره د اړیکو معلومات په لاندې ډول دي:
پته: کابل پولیتخنیک پوهنتون، شپږمه لیلیه، دویم منزل، د خونې شمېره ۲۰۳
ایمیل:
- د شبکې انجنیري آمریت: cs.ne@kpu.edu.af
- د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ آمر: s.s.sadat@kpu.edu.af
- د اړیکو شمېره: 0202526415
ضمیمه شماره 1: معلومات استادان
این بخش را برای هر استاد بصورت دقیق تکمیل نمایید
نام و تخلص:
بایوگرافی یا خلص سوانح
پوهنیار عبدالاول قریشی، د ۱۳۷۳ کال د لمریز کال په تخار ولایت کې زیږیدلی، د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې یو استاد او متخصص دی. هغه په ۱۳۹۷ کال کې د کندز پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي څخه فارغ شو او په ۱۴۰۱ کال کې یې د ایران د ګیلان پوهنتون د کمپیوټر ساینس په برخه کې د ماستري دوره په بریالیتوب سره پای ته ورسوله. هغه د تاپ تارګیت اکاډمۍ او د «هدف برتر» ټکنالوژۍ خدماتو شرکت بنسټګر دی او په زده کړه او د ټکنالوژۍ په برخه کې د تخصصي خدمتونو وړاندې کولو کې فعاله ونډه لري. همدارنګه، په ۱۴۰۲ کال کې، د رسمي ازموینې د بریالیتوب وروسته، د کابل پولیتخنیک پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د شبکې انجنیري څانګې کې استاد معرفي شو او اوس مهال د د معلوماتو جوړښت، عملیاتي سیسټم او کلاوډ کمپیوټینګ مضامین تدریسوي.
مسیر ها یا زمینه های تحقیق
د پوهنیار عبدالاول قریشي د څېړنې ساحې کې مصنوعي ځیرکتیا، ماشین زده کړه، ژوره زده کړه، د کمپیوټر لید (Computer Vision) او هوښیار ټرافیکي سیستمونه شامل دي. د هغه څېړنیز تمرکز د هوښیار ماډلونو ډیزاین او پلي کولو باندې دی څو د معلوماتو تحلیل، د نمونو پېژندنه او د ټرافیک مدیریت اصلاح په نوې مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژۍ سره ترسره کړي.
اثار علمی (Publications)
تشخیص و شناسایی همزمان رنگ و نمبر پلیت وسایل نقلیه در سیستم های نظارت هوشمند با استفاده از الگوریتم های یادگیری عمیق
مقالات علمی (Journal Publications)
تمام مقالات علمی خویش را مانند نمونه ذیل در اینجا درج نمایید.
Quraishi, Abdul Awal, Farid Feyzi, and Asadollah Shahbahrami. "Detection and recognition of vehicle licence plates using deep learning in challenging conditions: a systematic review." International Journal of Intelligent Systems Technologies and Applications 22.2 (2024): 105-150.
شما می توانید سایر اثار علمی خویش را نیز درج نمایید مانند تالیفات، ترجمه ها و غیره البته اولاً عنوان عمومی مانند: تالیفات را درج در زیر آن مشخصات اثار علمی خویش را بنویسید.
پروژه ها (Projects)
تمام پروژه های جاری و تکمیل شده خویش را در اینجا درج نمایید. در مورد پروژه های تان عنوان پروژه، مرجع تمویل کننده، تاریخ آغاز و ختم پروژه و در صورت که معلومات در اختیار داشته باشید مبلغ کلی بودجه پروژه را نیز ذکر کنید.
مضامین (Courses)
مشخصات مضامین را که تدریس می نمایید در هر دوره تحصیلی بطور جداگانه قرار ذیل درج نمایید
مضامین در دوره تحصیلی لیسانس (UG Courses)
مضامین را که در دوره تحصیلی لیسانس تدریس می کنید مانند ذیل درج نمایید
- Data Structures and Algorithms
- Operating System Concepts
- Cloud Computing
مضامین در دوره تحصیلی مافوق لیسانس (PG Courses)
مضامین را که در دوره تحصیلی مافوق لیسانس تدریس می کنید مانند ذیل درج نمایید
- EEL762 Digital Communications
تماس(Contact)
پته: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، د شبکې انجنیري څانګه
ایمیل:quraishi@kpu.edu.af
شماره تلفون:0744261394
سوانح محمد یونس پوپل:
زه محمد یونس پوپل یم، د مهردل خان زوی، چې په یوه دیني او علمدوسته کورنۍ کې مې سترګې پرانېستې دي. د لېسې زده کړې مې په سیفي هروي لېسه کې بشپړې کړې او په ۱۳۹۳ هـ ش کال کې د کانکور ازموینې تر بریالي کېدو وروسته د هرات پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي ته شامل شوم. له څلورو کلونو علمي زده کړو وروسته د کمپیوټر ساینس پوهنځي د شبکو (Network Engineering) ډیپارټمنټ څخه فارغ شوم. تر فراغت وروسته مې په همدې پوهنځي کې د افتخاري استاد په توګه دنده ترسره کړه او وروسته د هریوا پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي کې د رسمي استاد او د ډیپارټمنټ آمر په توګه مقرر شوم. په ۲۰۲۱ کال کې مې د غالب پوهنتون – هرات کې د کادري استاد په توګه د دوو کلونو لپاره دنده ترسره کړه. په ۲۰۲۳ کال کې د تحصیلي درجې د لوړولو په موخه، د آزاد رقابت له لارې، د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د ماسټرۍ پروګرام ته بریالی شوم. اوس مهال د پولي تخنیک پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د شبکو انجینري ډیپارټمنټ کې د رسمي استاد په توګه دنده ترسره کوم. د خپلې تدریسي دورې په ترڅ کې مې مضامین لکه Data Communication، Software-Defined Networking، او Introduction to Networks تدریس کړي دي.
څېړنیزې برخې
- Network automation
- Cyber security
- Enterprise Networking
- Software Defined Networking
مضامین:
- Introduction to Network
- دغه مضمون د شبکې انجینري ډیپارټمنټ د دویم سمستر محصلانو لپاره تدریس کېږي. دا مضمون دري کریډیټونه لري او په دوو ناستو کې تدریس کېږي. د دې مضمون اصلي هدف محصلانو ته د شبکې یو عمومي کتنه / Overview وړاندې کول دي. په دې مضمون کې لاندې موضوعات تر بحث لاندې نیول کېږي: د شبکې ماډلونه، د شبکې پروتوکولونه، د LAN ټکنالوژۍ او نور اړوند مفاهیم.
- Software define networking
- دغه مضمون دري کریډیټونه لري او د شپږم سمستر محصلانو لپاره تدریس کېږي. دا له هغو تخصصي مضامینو څخه دی چې د شبکې انجینري ډیپارټمنټ کې وړاندې کېږي. دغه مضمون په د شبکې په عصري ټکنالوژۍ، یعنې Software defined Networking (SDN) تمرکز کوي. په دې مضمون کې د بحث وړ موضوعات عبارت دي له: کنټرول پلین (Control Plane)، ډیټا پلین (Data Plane)، SDN کنټرولر (Controller)، SDN معمارۍ (SDN Architecture) او نور اړوند مفاهیم..
- Data communication
- دغه مضمون دري کریډیټونه لري او د دریم سمستر محصلانو لپاره د شبکې انجینري او معلوماتي سیسټمونو ډیپارټمنټونو کې تدریس کېږي. دا مضمون د اساسي / بنسټیزو مضامینو له جملې څخه دی. په دې مضمون کې لاندې موضوعات تر بحث لاندې نیول کېږي: Packet Switching، Circuit Switching، Routing، TCP او نور اړوند مفاهیم..
اړیکه:
پته: دشبکو انجنیري ډیپارټمنټ، د کمپیوټر ساینس پوهنځی
ایمل: younispopal@kpu.edu.af
تلفن شمیره: +۹۳۷۹۸۷۵۴۲۳۲
د ضمیمې ګڼه 1: د استادانو مالومات
این دا بخش د هر استاد لخوا باید ډک شي.
نوم او تخلص: پوهنیار عبدالشکور عظیمي
بایوگرافی یا خلص سوانح
پوهنیار عبدالشکور عظیمي د رحیم جان زوی، په ۱۳۷۱ هـ ش کال کې د وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د دشت توپ د کوډۍ کلي په یوه دینداره او علمپروره کورنۍ کې زیږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د دشت توپ په عالي لېسه کې ترسره کړې، او ثانوي زده کړې یې د کابل ولایت د ابوذر غفاري عالي لېسه کې په ۱۳۹۰ هـ ش کال کې په اعلی درجه سره بشپړې کړې دي. نوموړی د ۱۳۹۱ هـ ش کال د کانکور له عمومي آزموینې څخه وروسته د خوست ولایت شیخ زاید پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي ته بریالی شو، او خپله د لېسانس دوره یې په ۱۳۹۴ هـ ش کال کې په ممتاز فارغ التحصیل درجه باندې پای ته ورسوله. په ۱۳۹۵ هـ ش کال کې یې په وردګ پوهنتون او دشت توپ کثیرالرشتوي انستیتوت کې د استاد په توګه خپله علمي او تدریسي دنده پیل کړه. په ۱۳۹۷ هـ ش کال کې نوموړی د آزاد رقابت له لارې د هندوستان هېواد د جنوبي آسیا نړیوال پوهنتون (South Asian University) د کمپیوټر ساینس پوهنځي ماستري برنامې ته بریالی شو، او دا دوره یې د نړیوالو علمي مقالو په خپرولو سره په ۱۳۹۹ هـ ش کال کې بشپړه کړه. نوموړي د خپلې ماسټری تیزس دفاع د “Performance Evaluation of Slotted Aloha Anti-Collision Protocol for Mobile RFID Tags Identification using NHPP” تر عنوان لاندې وکړه، چې پکې د Mobile RFID ټکنالوژۍ د ګټورې پېژندنې لپاره د ټکر-ضد پروتوکولونو پر تحلیل تمرکز شوی و.
هېواد ته تر راستنېدو وروسته، نوموړي د باختر او هېواد خصوصي پوهنتونونو د کمپیوټرساینس پوهنځي محصلینو ته تدریس پیل کړ، او څه موده وروسته د کابل پولی تخنیک پوهنتون کمپیوټرساینس پوهنځي په (Network Engineering) ديپارتمنت کې د استادۍ خپله سپېڅلې دنده پیل کړه. هغه دا مهال د کابل پولی تخنیک پوهنتون کمپیوټرساینس پوهنځي د (Network Engineering) ديپارتمنت یو له فعالو استادانو څخه دی، چې د تدریس ترڅنګ د Artificial Intelligence (AI)، Internet of Things (IoT)، Cybersecurity، او Networking په برخو کې له محصلینو سره په عملي پروژهيي فعالیتونو کې فعاله ونډه لري.
همدارنګه نوموړی په ۱۴۰۴ هـ ش کال کې د رقابتي ازموینې له لارې د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د دوکتورا (PhD) پروګرام ته بریالی شو، چې دا د هغه علمي وړتیا او د لوړو زده کړو په کچه د څېړنیزو فعالیتونو د دوام څرګندونه کوي.
مسیرونه / د څېړنې ساحې (زمینې)
پوهنیار عبدالشکور عظیمی په بېلابېلو برخو کې څېړنې کړې دي او د معلوماتي ټکنالوژۍ په نوو او عملي موضوعاتو کې څېړنې ته لېوال دی. د نوموړي د علاقې وړ څېړنیزې ساحې دا دي:
- د شیانو انټرنېټ (IoT): د IoT پر بنسټ د هوښیار سیستمونو ډیزاین، پلي کول، او د بېلابېلو کارونې لپاره د هغوی غوره کول (Optimization).
- سایبري امنیت (Cyber Security): د امنیتي ګواښونو څېړنه، د شبکو او ډیجیټلي سیستمونو د ساتنې لارې چارې، او د خوندي پروتوکولونو پراختیا.
- رمزنگاري او د شبکې امنیت (Cryptography & Network Security): د رمزګذارۍ الگوریتمونه او په کمپیوټري شبکو کې د معلوماتو د ساتنې حللارې.
- کمپیوټري شبکې (Computer Networks): د پروتوکولونو، نوې شبکيزې ټکنالوژۍ، او د ارتباطي شبکو د کارکردګۍ لوړول.
- هوښیار سیستمونه او ماشین زده کړه (AI & Machine Learning): د هوش مصنوعي تخنیکونو کارول د شبکو او امنیتي سیستمونو د ښه والي او اغېزمنتیا لپاره.
علمی آثار (Publications)
|
ګڼه |
د اثر عنوان |
د وړاندې کولو کال |
|
1 |
Performance Evaluation of Slotted Aloha Anti-Collision Protocol for Mobile RFID Tags Identification using NHPP |
2020 |
علمي مقالات (Journal Publications)
|
ملاحظات |
د چاپ کال |
انتشارات |
ژورنال |
موضوع |
شماره |
|
نړیوال |
Volume 10, No.3, May – June 2021 |
International Journal of Advanced Trends in Computer Science and Engineering |
International Journal of Advanced Trends in Computer Science and Engineering |
Performance Evaluation of Slotted Aloha Anti-Collision Protocol for Mobile RFID Tags Identification using NHPP |
1 |
|
نړیوال |
2025 |
Jurnal Ilmiah Dinamika Sosial |
Jurnal Ilmiah Dinamika Sosial |
The Influence of Emerging Technologies on Communication Practices in The Digital Age |
2 |
پروژه ها (Projects)
تمام پروژه های جاری و تکمیل شده خویش را در اینجا درج نمایید. در مورد پروژه های تان عنوان پروژه، مرجع تمویل کننده، تاریخ آغاز و ختم پروژه و در صورت که معلومات در اختیار داشته باشید مبلغ کلی بودجه پروژه را نیز ذکر کنید.
مضمونونه (Courses)
الف) د لیسانس (UG) دورې مضامین
- Routing and Switching( روټینګ او سویچینګ)
دا مضمون محصلینو ته د کمپیوټري شبکو په برخه کې د مسیریابي (Routing) او سویچینګ (Switching) بنسټیز مفاهیم ور زده کوي. په دې کې د بېلابېلو مسیریابي پروتوکولونو او تخنیکونو پېژندنه، د لویو شبکو لپاره د ترافیک مدیریت، او د شبکې د فعالیت ښهوالی (Performance) شامل دي.
- Cryptography & Network Security (رمزنگاري او د شبکې امنیت(
په دې مضمون کې د رمزنگارۍ اړوند مهم مباحث او د شبکې امنیتي تخنیکونه څېړل کېږي. پکې د رمزنگارۍ الگوریتمونه، د معلوماتو د خوندي کولو لارې چارې، د ډیټا د محرمیت او بشپړتیا ساتنه، او د ګواښونو پر وړاندې د دفاع لارې شاملې دي.
- Cyber Security (سایبري امنیت)
دا مضمون د سیستمونو او معلوماتو ساتنه د سایبري بریدونو پر وړاندې تشریح کوي. محصلین د سایبري امنیت بنسټیز مفاهیم، اړین وسایل (Tools)، او د دفاعي تګلارو (Defense Mechanisms) سره بلدتیا پیدا کوي، څو د مختلفو بریدونو مخنیوی او مدیریت ترسره کړي.
ب) د ما فوق لیسانس (PG) دورې مضامین
- Design and Analysis of Algorithms (د الگوریتمونو طرحه او تحلیل)
په دې مضمون کې محصلین د الگوریتمونو ډیزاین، د حللارو تحلیلي ارزونه، د وخت/حافظې پېچلتیا (Time/Space Complexity)، او د مسئلو لپاره د مؤثرو الگوریتمونو جوړول زده کوي.
- Network Simulation and Modeling (د شبکې سیمولېشن او ماډل جوړونه)
دا مضمون د کمپیوټري شبکو د سیمولېشن (Simulation) او ماډلینګ (Modeling) پر میتودونو تمرکز لري. محصلین زده کوي چې شبکې څنګه په مجازي چاپېریال کې تحلیل کړي، سناریوګانې ازمېښت کړي، او د شبکې د فعالیت شاخصونه (Metrics) وارزوي.
اړیکه (Contact)
د کار ځای پته
پته: کابل، پنځمه ناحیه، د کابل پولیتخنیک پوهنتون
ایمېل: abdulshakoor@kpu.edu.af
د اړیکې شمېره: 0093786563383
لومړۍ: ضمیمه د استادانو معلومات
د پوهنیار احمد فواد ژواک بیوګرافي
پوهنیار احمد فواد ژواک په ۱۳۷۱ هـ ش کال کې د افغانستان د لوګر ولایت کې زېږېدلی دی. نوموړي له کوچنیوالي راهیسې د زدهکړو او معارف سره ژوره لېوالتیا لرله، چې له همدې امله په ۱۳۷۷ هـ ش کال کې د لوګر ولایت د مرکز اړوند د پادخواب شانه کلي په ابتدائیه مکتب کې شامل شو. هغه خپلې ابتدایي او ثانوي زدهکړې په همدې مکتب کې ترسره کړې او وروسته له همدې تعلیمي بنسټ څخه، چې د حامد کرزي عالي لیسې تر نامه لاندې یې ارتقا کړې وه، په ۱۳۸۷ هـ ش کال کې په اعلی درجه فارغ شو. پوهنیار احمد فواد ژواک په ۱۳۸۹ هـ ش کال کې د کانکور په ازموینه کې له ګډون وروسته، د ننګرهار پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي ته بریالی شو. نوموړي د لیسانس دوره په ۱۳۹۰ هـ ش کال کې د کمپیوټر ساینس په څانګه کې پیل کړه او په ۱۳۹۳ هـ ش کال کې یې په اعلی درجه پای ته ورسوله. د لیسانس د دورې په ترڅ کې، هغه تل د ټولګي د درېیو مخکښو محصلینو له ډلې څخه و. نوموړي د لا زیات علمي پرمختګ په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړ او په ۱۳۹۸ هـ ش کال کې یې د کابل پوهنتون د ماستري دورې د شمولیت ازموینه ورکړه، چې په بریالیتوب سره یې پای ته ورسوله. هغه په همدې کال کې د معلوماتي سیستمونو(Information Systems) په څانګې کې د ماستري زدهکړې پیل کړې او په ۱۴۰۱ هـ ش کال کې یې د ماستري سند ترلاسه کړ. د هغه د ماستري تیزس عنوان په لاندې ډول و:
“Analyzing the Role and Forecasting the Usage of Social Media and Smartphones in News Dissemination in Afghanistan”
چې دا د نوموړي د ټکنالوژۍ او مخابراتو سره ژوره علاقه څرګندوي. پوهنیار احمد فواد ژواک د لیسانس له فراغت وروسته د څو کلونو په موده کې، د هېواد په یو شمېر خصوصي پوهنتونونو کې د استاد په توګه، او همدارنګه د ډیټابېس او لوژستیک متخصص په توګه په بېلابېلو خصوصي ادارو کې دندې ترسره کړې دي. نوموړي د ۱۴۰۲ هـ ش کال په وروستیو او د ۱۴۰۳ هـ ش کال په لومړیو کې، د کابل پولیتخنیک پوهنتون د علمي کادر د شمولیت په رقابتي ازموینه کې ګډون وکړ. د بهرنۍ ژبې د سویې د تثبیت آزموینې، کادري آزموینې او د (IoT Implementation Challenges in Afghanistan) تر عنوان لاندې د علمي کنفرانس له بریالي وړاندې کولو وروسته، وتوانېد چې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ د علمي کادر غړیتوب د پوهنیار په رتبه ترلاسه کړي. پوهنیار احمد فواد ژواک له ۱۴۰۳ هـ ش کال راهیسې په یاد ډیپارټمنټ کې بېلابېل مضامین لکه: د کمپیوټر اساسات، ډیټا کمېونیکېشن، د پروګرامنویسۍ ژبې C++، Java او نور تدریسوي.
د څېړنې برخې (Research Areas)
د پوهنیار احمد فواد ژواک د څېړنې برخې په لاندې موضوعاتو راڅرخي:
مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence)، ډیټا ساینس (Data Science)، د ماشین زدهکړه (Machine Learning) او د شیانو انټرنېټ (Internet of Things).
د نوموړي د څېړنو اساسي تمرکز د هوښیارو ماډلونو پر طرحه او پلي کولو دی، څو د ډیټا تحلیل ترسره شي، او همدارنګه د مصنوعي ځیرکتیا تطبیق د شیانو د انټرنېټ په اجنټونو کې وشي.
علمي اثار
Analyzing the Role and Forecasting the Usage of Social Media and Smartphones in News Dissemination in Afghanistan
علمي مقالې (Journal Publications)
Ahmad Jaamy Kohistani, Shahinshah Momand, and Ahmad Fawad Zhwak. “AI Driven Avatars in Virtual Reality: A Systematic Literature Review on Intelligent Agents for Enhancing Human-Computer Interaction.” Gameology and Multimedia Expert, Vol. 2, No. 4 (2025): 138–145.
پروژې (Projects)
—
تدریسي مضامین
پوهنیار احمد فواد ژواک بېلابېل مضامین لکه: د کمپیوټر اساسات، ډیټا کمېونیکېشن، د پروګرامنویسۍ ژبې C++، Java او نور مضامین تدریسوي.
د لیسانس دورې مضامین
- C++ Programming Language
- Data Communication
- Computer Fundamentals
د ماستري دورې مضامین
-—
اړیکه
پته: د شبکې انجنیري ډیپارټمنټ، د کمپیوټر ساینس پوهنځی
برېښنالیک: fawadzhwak@kpu.edu.af
د اړیکې شمېره: +93730478162