د محصلانو چارو معاونیت پېژندنه
د محصلانو چارو آمریت د محصل د تحصیلي ژوند له پیل څخه تر فراغت پورې د هغه د اسنادو ټول بهیر تنظیم، تعقیب او بشپړوي. دا بهیر په لاندې ډول ترسره کېږي:
کله چې یو محصل د کانکور له لارې یا د رسمي مقرراتو پر بنسټ پوهنتون ته بریالی اعلان شي، د محصلانو چارو آمریت د هغه د ثبت او راجستر چارې پيلوي. په دې پړاو کې د محصل شخصي معلومات، د پېژندنې اسناد او نور اړین مدارک راټولېږي، ارزول کېږي او په رسمي ډول د پوهنتون د محصل په توګه ثبتېږي.
له ثبت وروسته، د محصل لپاره تحصیلي دوسیه (فایل) جوړېږي چې پکې د هغه ټول اسناد، فورمې، سمسټرنی راپورونه، نمرو جدولونه، رخصتۍ، انتقال، تبدیلی، ځنډ، یا نور رسمي مکتوبونه درج کېږي. دا دوسیه د محصل د تحصیل تر پایه پورې په منظم ډول ساتل او تازه کېږي.
د تحصیل په جریان کې، د محصلانو چارو آمریت د محصل د سمسټرونو ثبت، ازموینو، نمرو ثبت، حاضري،مشروطیت او تکرار اړوند اسناد تنظیموي او له اړوندو پوهنځیو سره یې همغږي کوي. همدارنګه که محصل د رخصتۍ، تغییر رشتې، انتقال، یا کومې ستونزې سره مخ شي، د هغه ټول اسناد د نافذه مقرراتو سره سم طی مراحل کېږي.
کله چې محصل خپلې ټولې تحصیلي واحدونه بشپړ کړي، د محصلانو چارو آمریت د هغه د فراغت بهیر پيلوي. په دې پړاو کې د محصل تحصیلي دوسیه وروستۍ ارزونه کېږي، د نمرو بشپړتیا تاییدېږي، د فراغت اسناد ترتیبېږي او د فراغت لېست ته شاملېږي. وروسته د فراغت سند، موقت سند، او نور اړوند اسناد د قانوني مراحل له تېرېدو وروسته صادرېږي.
په ټوله کې، د محصلانو چارو آمریت ډاډ ترلاسه کوي چې د محصل ټول اسناد له ثبت څخه تر فراغت پورې په قانوني، دقیق، منظم او شفاف ډول طی مراحل شي، تر څو د محصل تحصیلي حقونه خوندي او د هغه علمي مسیر له ستونزو پرته پر مخ ولاړ شي.
د محصلانو د چارو آمر د راجسترېشن، تحصیلي اسنادو برابرولو او د فارغانو د چارو د عمومي مدیریتونو د څارنې او ارزونې مسؤول دی. همدارنګه د محصلانو د چارو آمریت په لاندې برخو کې اجراآت ترسره کوي:
خپلو ټاکل شويو اهدافو د تطبیق لپاره مشخصو څانګو ته لارښوونه .
د محصلانو د ورځنیو ثبت او راجستر چارو او د فارغانو د چارو کنټرول او څارنه، څو ډاډ ترلاسه کړي چې چارې په ښه کیفیت ترسره کېږي.
د استادانو او محصلانو ترمنځ د رامنځته شویو شخړو او اختلافاتو حل، او د هغوی شکایتونو ته پر وخت رسېدنه.
د ممتازو محصلانو د علمي ودې او پرمختګ په موخه بهرنیو تحصیلي پروګرامونو ته معرفی کول.
د هویت کارتونو د وېش او د نویو شامل شویو محصلانو د پوهنځیو اړوندو څانګو ته د معرفی کولو د پروسې کنټرول او لارښوونه.
د پوهنځیو د محصلانو د سمستر منځنۍ او وروستۍ ازموینو د بهیر څارنه، ترڅو د شفافو ازموینو ډاډ ترلاسه شي.
د درسي او ازموینو د منځنيو او وروستیو تقسیم اوقاتونو ارزونه او څارنه.
د بیا شمولیت، منفکۍ، تأجیل او تبدیلی د چارو څارنه.
د ازموینو د پایلو د راټولولو او تنظیم څارنه، د دې لپاره چې پایلې په اړوندې څانګو کې په سمه توګه خوندي وساتل شي.
د ثبت او راجستر عمومي مدیریت:
دغه مدیریت په لاندې برخو کې اجراآت ترسره کوي:
د نویو شامل شویو محصلانو ثبتنام، د مخکې جوړ شوی پلان مطابق، او هغوی اړوندو پوهنځیو ته معرفی کول.
د بیا شمولیت، تأجیل، منفکۍ او تبدیلۍ د اسنادو طی مراحل، د شپېنۍ څانګې په ګډون، د قانون او مقرراتو مطابق.
د محصلانو د تحصیلي اسنادو او سوابقو ترتیب او تنظیم، د سمې ساتنې او خوندي کولو لپاره.
د معلوماتي بانک مدیریت ته د ثبتنام پاڼو برابرول، د یو اغېزمن او باکیفیته معلوماتي سیستم د جوړولو په موخه.
د وړاندیزونو، استعلامونو، مکاتیب او نورو تحریري اسنادو ترتیب او اړوندو څانګو ته د راجع کولو پروسه.
د اونیزو، میاشتنیو، ربع وار او کلنیو پلانونو ترتیب، د محصلانو د چارو د آمریت له پلان سره په مطابقت کې، د مخکېنیولو شویو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره.
هغه نورې دندې ترسره کول چې د اړوند آمر له لوري ورته ورسپارل کېږي.
د فارغانو د چارو عمومي مدیریت:
دا مدیریت د فارغانو د اسنادو د ارزونې او د هغوی د فراغت د تأیید په برخو کې په لاندې ډول دنده ترسره کوي:
د مخکې ټاکل شویو موخو د تر لاسه کولو لپاره د اوونیزې، میاشتني، ربع وار او کلني کاري پلان جوړول،
د فارغانو لست جوړول او د هر پوهنځي لپاره یې بیل بېل د کتاب په بڼه بستهبندي کول.
د پوهنځیو فارغانو لپاره په ملي او انګلیسي ژبو د دیپلوم او ترانسکریپټونو برابرول او طی مراحل.
د سمې ساتنې په موخه د فارغانو اړوند ټولو اسنادو د پوهنځیو په تفکیک سره ترتیب او تنظیم.
د محصلانو د کاريابۍ فورمونو د طی مراحل ارزونه، څو اړوندو مراجعو ته لازم معلومات وړاندې شي.
د محصلانو بشپړ شوي مونوګرافونه ثبتول او اړوندې ادارې ته سپارل، د دې لپاره چې د وارده او صادره ورځنیو اسنادو او د فارغانو لست سره تطبیق شي
د تحصیلي اسنادو د برابرولو عمومي مدیریت:
دغه مدیریت د فارغانو د تحصیلي اسنادو په برابرولو کې په لاندې ډول دندې ترسره کوي:
د کارکوونکو اداره او رهبري، د کاري کیفیت د ښه والي په موخه د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره د اوونیزو، میاشتني، ربع وار او کلني کاري پلان جوړول.
د فارغانو تحصیلي اسناد (دیپلوم او ترانسکریپټ) برابرول، د سالمې وېش پروسې لپاره.
د فارغانو د ستونزو د مخنیوي لپاره د اړتیا پر مهال د سرتفیکټونو د وېش څارنه او کنټرول.
د کابل پولیتخنیک پوهنتون د محصلینو لپاره په ملي او انګلیسي ژبه د دیپلومونو او ترانسکریپټونو برابرول.
د ترانسكریپټ نمرې د ژباړې وروسته له دری څخه انګلیسي ته بیا کتنه، څو د هغوی د درستوالي ډاډ ترلاسه شي.
ادارې د شفافیت لپاره د غیرقانوني تحصیلي اسنادو (سرتفیکټ او ترانسكریپټ) د تکثیر د مخنیوي څارنه.
د حسابورکونې او شفافیت د خوندي کولو لپاره د دیپلومونو د فیس د ورکړې پروسې څارنه او کنټرول.
له اړوندو پوهنځیو له تأیید وروسته د ورځنۍ او شپنۍ برخې د دیپلومونو او ترانسكریپټونو چاپ او څارنه.
د ډیټابېس او معلوماتي بانک مدیریت:
د مخکې ټاکل شوو موخو د ترلاسه کولو لپاره د میاشتني، ربع وار او کلني پلانونو جوړول، د آمریت له عمومي پلان سره په مطابقت کې.
د مطلوبو پایلو د ترلاسه کولو په موخه د دندو تنظیم، د ادارې اهدافو او پروګرامونو تطبیق.
د شمولیت، انفکاک، تبدیلی، تأجیل، او لیلیې ته د محصلینو د معرفی معلومات راټولول او په اړوند ډیټابېس کې ثبتول.
راټول شوي معلومات په دوامدار ډول تازه کول او نوي کول.
د اړوند مدیریتونو ټول اسناد وارده او صادره ثبتول.
د آمر د لارښوونې وروسته د ټولو اسنادو طی مراحل، د مسؤلیت د برخې مشخصول او خوندي کول.
د محصلانو د چارو آمریت او تدریسي مدیریتونو ترمنځ د کاري اړیکو ټینګول.
د محصلانو د متوقعه پایلو څخه خبرتیا او د ډیټابېس ثبت.
د محصلانو دقیق ارقام او احصائیې راټولول او په ډیټابېس کې درج کول.
د محصلانو اړوند راپورونه یوځای کول او اړوندو مراجعو ته لیږل.
د قانون او مقرراتو په مطابقت کې د لایحې له مخې سپارل شوې نورې دندې ترسره کول.