په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ځمکې د ښکته کېدو ( فرونشست ) په اړه علمي آنلاین سیمینار ترسره شو.

kpu_admin
Tue, Jul 29 2025 10:14 AM
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ځمکې د ښکته کېدو ( فرونشست ) په اړه علمي آنلاین سیمینار ترسره شو.

د علمي ظرفیتونو د لوړولو او د چاپېریالي ننګونو د کنټرول په اړه د پوهاوي د زیاتوالي په موخه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت  د ځمکنیو اوبو د نامناسب استخراج له امله په کلیوالي او ښاري سیمو کې د ځمکې ښکته کېدلو تر عنوان لاندې انلاین سیمینار ترسره کړ

یاد سیمینار د دغه پوهنتون د جیولوجي او کانونو او د اوبو او چاپېریال انجنیري پوهنځیو نږدې ۵۰ تنو استادانو او محصلینو ته هم ‌مهاله په حضوري او آنلاین ډول د پوهنتون د IT تالار کې ترسره شو.

د سیمینار وړاندې کوونکی نجیب‌الله کاکړ  د آلمان د پوسدام پوهنتون د دوکتورا محصل او د ناوری کمېټې څېړونکي خپلو تازه څېړنیزو موندنو ته په اشاره زیاته کړه چې له مخې یې د افغانستان په ښارونو او کلیو کې د ځمکنيو اوبو د بې ‌سارې او غیر مسؤلانه استخراج له امله د ځمکې ښکته کېدل په بې ‌ساري ډول زیات شوي دي.

د ښاغلي کاکړ د څېړنې له مخې، د نفوسو زیاتوالی، اقلیمي بدلونونه او د اوبو د مدیریت د مناسبو زېربناوو نشتوالی، د اوبو د زیرمو د زیات استخراج عمده عوامل دي. چې دغه عوامل په ځانګړې توګه په کابل او غزني ولایتونو کې د ځمکې د ښکته کېدو لامل شوي دي.

د غزني ولایت د ده‌یک ولسوالۍ په سیمه کې، د تېرو اوو کلونو په جریان کې د ځمکې ښکته کېدل ۸.۷۷ سانتي ‌متره ثبت شوي، چې عمده لامل یې د کرنې لپاره د نویو تکنالوژیو له لارې د اوبو بې‌حده کارول بلل شوی دي.

همداراز، د څېړنې په ترڅ کې د کابل ښار د ځمکې د ښکته کېدو، د ځمکنیو اوبو د سطحې د کمېدو او باران د الګو ترمنځ مستقیمه اړیکه هم تر تحلیلي ارزونې لاندې نیول شوې ده.

ښاغلي کاکړ خبرداری ورکړ، که د اوبو زیرمې په پایدار ډول مدیریت نه شي نو دا به چاپېریال، کرنیزې سیمې او د هېواد بنسټیزې زېربناوې له جدي خطر سره مخ کړي.

نوموړي همداراز د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون له استادانو او محصلینو سره د راتلونکو تحقیقې همکاریو لپاره خپل لیوالتیا څرګنده کړه.

یاد سیمینار د ګډونوالو له‌ خوا په تود هرکلي سره بدرګه او د علمي او څېړنیزو پوښتنو په جوانو سره پای ته و رسید.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS