په 1403 کال کې په نړیواله سطحه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو نشر شویو مقالو ټولګه په انلاین بڼه خپره شوه.

kpu_admin
Wed, Jun 25 2025 3:06 PM
په 1403 کال کې په نړیواله سطحه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو نشر شویو مقالو ټولګه په انلاین بڼه خپره شوه.

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت، د علم او تکنالوژۍ د مجلې آمریت په ویاړ سره اعلانوي، چې د دې علمي نهاد د استادانو یوه پراخه او ارزښتناکه ټولګه علمي مقالو چاپ او خپره شوې ده. دغه مقالي چې د دې پوهنتون د استادانو د څېړنیزو لاسته راوړنو استازولي کوي، په نړیوالو معتبر ژورنالونو کې خپرې شوي دي.

یادې مقالي د استادانو د منظمې او علمي هڅې ښکارندويي کوي، چې د پوهې د پراختیا، د تخنیکي ټولنیزو اړتیاوو د پوره کولو، او د نړیوال علمي تولید په بهیر کې د فعال ګډون په موخه ترسره شوې دي. د دې مقالو محتوا په عملي څېړنو، تکنالوژیک نوښتونو، تخنیکي ستونزو ته د حل لارو او دوامدار پرمختګ تمرکز لري.

د دغې ټولګې خپرول د دې ښکارندويي کوي چې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د علمي څېړنو د سطحې د لوړولو، او له ملي او نړیوالو پوهنتونونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې ژور تعهد لري.

هغه علاقه ‌مندان چې غواړي له دې ارزښتمنو څېړنو څخه ګټه واخلي، کولای شي له لاندې لینک څخه استفاده وکړي او د دې پوهنتون د استادانو له نوې علمي موندنو څخه برخمن شي:

https://tinyurl.com/2024ArticlesCollections

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون ژمن دی چې د هېواد د مخکښو علمي بنسټونو په توګه، د لا زیاتو څېړنو، نوښتونو او د پوهې د انتقال لپاره زمینه برابره کړي.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS