د کابل پولي تخنیک پوهنتون په مالي او اداري معاونیت کې اداري غونډه ترسره شوه.

kpu_admin
Tue, Jun 03 2025 9:45 AM
د کابل پولي تخنیک پوهنتون په مالي او اداري معاونیت کې اداري غونډه ترسره شوه.

اداري غونډه د مولوي محمد یاسین حقاني په مشرۍ، د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د مالي او اداري معاونیت په دفتر کې د اداري څانګو د آمرینو په ګډون سره ترسره شوه.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد یاسین حقاني  د اجندا مطابق یې په بیلابیلو موضوعاتو خبرې وکړې او د مالي او اداري چارو د لا ښه والي ټینګار یې وکړ.

په غونډه کې لاندې مهم موضوعات تر بحث لاندې ونیول شول: د تېرې غونډې د پرېکړو د تطبیق راپور، محصلینو ته د مطالعې لپاره د مناسب ځای برابرول، د ۱۴۰۴ کال لپاره د نرخ اخیستنې د هیئت ټاکل، د کارپوهانو کمیټې فعالیتونه، د پوهنتون سرسبزي، د وزارت د رهبري شورا، علمي شورا او د پوهنتون د رهبري شورا د پرېکړو تطبیق او نور متفرقه موارد.

همدارنګه، د اداري څانګو آمرینو د خپلو اجراآتو راپورونه وړاندې کړل او د کاري بهیر د ښه ‌والي لپاره یې نظریات او وړاندیزونه شریک کړل، چې د محترم معاون له خوا واورېدل شول او اړوندو برخو ته لازم رهنمودونه او مشورې ورکړل شوې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسید.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS