د کابل پولي تخنیک پوهنتون او غرني شرکتونو ګروپ ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

kpu_admin
Sat, Feb 15 2025 3:18 PM
د کابل پولي تخنیک پوهنتون او غرني شرکتونو ګروپ ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

په دې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبری هیئت او د غرني شرکتونو ګروپ رهبري هیئت ګډون درلود.

لومړی ښاغلي انجنیر سردار ولي صالحی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د عمومي ریاست سرپرست رئیس تولو ته د ښه راغلاست و ینا ترڅنګ  د پوهنتون د پرمختګونو او لاسته راوړنو، لابراتوارونو، څیړنو او بیلابیلو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې د خصوصي سکتورونو سره د لا زیاتې همکارۍ د اهمیت یادونه وکړه او وویل چې کابل پولي تخنیک پوهنتون د انجینرۍ په برخه کې یو مخکښ نهاد دی چې د څیړنو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه لري، هغه د غرني ګروپ شرکت څخه وغوښتل چې د پوهنتون د لابراتورونو څخه په څیړنیزو چارو کې ګټه واخلي او همداراز د تکړه او مسلکي محصلینو په جذبولو سره د هیواد د خدمت لپاره زمینه برابره کړي.

ښاغلي  صالحی ټینګار وکړ چې د دې تفاهم ‌نامې موخه د کابل پولي تخنیک پوهنتون او غرني شرکتونو ګروپ کمپنیو ترمنځ یو ګډ او پایداره همکاري رامنځته کول دي او زیاته یې کړه چې دغه تفاهم ‌لیک باید په عملي کې پلي شي او یوازې د یو کاغذي سند د لاسلیک کولو پورې محدود نه شي.

ښاغلي صالحي وعده وکړه چې کابل پولي تخنیک پوهنتون چمتو دی خپل ټول ظرفیتونه او امکانات د دې تفاهم‌ نامې د پرمختګ لپاره وکاروي او د صنعت د پراختیا او د هیواد د پرمختګ لپاره مرسته وکړي.

همدا راز ښاغلي احمد یار غرني د غرني شرکتونو ګروپ عمومي رئیس د دې سکتور د عمده فعالیتونو په اړه مفصل خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې غرني شرکتونو ګروپ د انجینرۍ او ساختماني په مختلفو برخو کې د پام وړ فعالیتونه لري.

هغه د کابل پولي تخنیک پوهنتون سره د دې تفاهم لیک لاسلیکول یو ستره لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه چې د دې تفاهم‌ نامې لاسلیک نه یوازې د غرني شرکتونو ګروپ لپاره، بلکې د هیواد د صنعت لپاره هم یوه بې ساري موقع ده چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون له علمي او تخصصي ظرفیتونو څخه په مختلفو برخو کې ګټه واخلي.

غونده د تفاهم لیک لاسلیک او دعايې په ویلو سره پاي ته ورسیده.

 

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS