په کابل پولي تخنیک پوهنتون د لابرانټ او تخنیکي کارمندانو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو.

kpu_admin
Sat, Feb 15 2025 2:34 PM
په کابل پولي تخنیک پوهنتون د لابرانټ او تخنیکي کارمندانو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلي معاونیت د لابراتوارونو آمریت لخوا د فني مهارتونو د پرمختګ او د تحقیق کیفیت لوړولو په موخه دغه روزنیز ورکشاپ پیل شو، چې د لابراتوارونو امریت آمر انجنیر ذبیح الله اسماعیل خیل او د لابراتوارونو تخنیکی مدیریت کارمند انجنیر سمیع الله رسولی، د لابراتوارونو تخنیکي کارمندانو لخوا پرانستل شو.

لومړی ښاغلي  انجنیر ذبیح الله اسماعیل خیل، د کابل پولي تخنیک پوهنتون د لابراتوارونو آمر، ټولو حاضرینو ته ښه راغلاست وویل او د دې روزنیز ورکشاپ د لابراتوارونو او تخنیکي کارمندانو لپاره مهم او ارزښتناک وباله.

نوموړي له ټولو لابرانټ او تخنیکي کارمندانو څخه غوښتنه وکړه چې په دې دوره کې فعاله ګډون وکړي، د خپلو تجربو او پوهې څخه د څیړنو کیفیت د لوړولو او د لابراتوارونو د چارو ښه کولو لپاره ګټه واخلي.

د دې روزنې هدف د لابرانټ او تخنیکي کارمندانو د علمي او فني وړتیاوو ښه کول او همدارنګه د لابراتوارونو وسایل او تجهیزات سم استعمالول دي، ترڅو په مختلفو تحقیقاتي برخو کې پوره ګټه ترې واخیستل شي.

د یادونې وړ دی، چې دغه روزنیزه دوره د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د ترانسپورټ انجنیري د اوبو او چاپېریال انجنیري او د کیمیاوي صنایع انجنیري پوهنځیو لپاره ترتیب شوی، چې د دریو ورځو لپاره به دوام وکړي او د ساختماني پوهنځي لابرانټ انجنیر نقیب الله واحدي او د اوبو سرچینو او چاپېریال انجنیري پوهنځي تخنیکي کارمند انجنیر عبدالنبي عالمید لخوا به یې تدریسي چارې وړاندې کېږي.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS