کابل پولي تخنیک پوهنتون کې په نړیوالو ژورنالونو کې د څیړنو میتودولوژي او مقالو لیکلو په اړه په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو.

kpu_admin
Sun, Jan 26 2025 1:44 PM
کابل پولي تخنیک پوهنتون کې په نړیوالو ژورنالونو کې د څیړنو میتودولوژي او مقالو لیکلو په اړه په اړه څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو.

ورکشاپ د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو

د ورکشاپ پرانیستې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، د پوهنځیو رئیسانو او استادانو ګډون کړی و

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې مرستیال دکتور  وثیق الله عربزاده ټولو ته ښه راغلاست وویل او ترڅنګ يې د یاد ورکشاپ د اهدافو او محتوا په اړه په مفصل ډول خبري وکړې.

نوموړي له ټولو استادانو وغوښتل چې په ورکشاپ کې په فعاله توګه برخه واخلی او له دې فرصت څخه د خپلو علمي او څېړنیزو وړتیاوو د لوړولو لپاره ګټه پورته کړي او ټینګار یې وکړ چې په داسې ورکشاپونو کې اغېزمن ګډون کولای شي د پوهنتون له علمي ودې او پرمختګ سره هم مرسته وکړي

ورپسې پروفیسور دکتور عبدالحلیم زریاب په نړیوالو ژورنالونو کې د څیړنو میتودولوژي او مقالو لیکلو په اړه هر اړخیز پریزنټیشن وړاندې کړ..

ښاغلي زریاب په یاد پریزنټیشن کې، د تخنیکي او ساینسي مقالو د سم جوړښت، د څیړنو د میتودونو انتخاب او د معلوماتو تحلیل کولو څرنګوالي په اړه پر مهمو ټکو بحث وکړ

هغه د باوري سرچینو په  کارولو او د پایلو په روښانه کولو کې د احتیاط په اهمیت ټینګار وکړ ترڅو تخنیکي او ساینسي مقالې د منلو وړ وي، چې په نړیوالو ژورنالونو کې خپري شي.

د یادونې وړ ده چې دا ورکشاپ د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت لخوا پلان شوی او څلور ورځې به دوام وکړي.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu