د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو اکتشافاتو انجنیري څانګې محصلینو د خپلو دیپلوم پروژو څخه دفاع وکړه.

kpu_admin
Tue, Dec 31 2024 12:12 PM
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو اکتشافاتو انجنیري څانګې محصلینو د خپلو دیپلوم پروژو څخه دفاع وکړه.

دفاع غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په یاده غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري هیئت، استادان، د سکتوري ادارو استازو، محصلینو او مېلمنو ګډون درلود.

د علمي او تدریسي اصولو او طرزالعمل پر اساس، د پوهنتون د وروستي کال محصلین باید د خپلې څیړنیزې پروژې دفاع وکړي تر څو د دیپلوم سند تر لاسه او فارغ ‌التحصیل ونومول شي.

له همدې امله، د کابل پولی تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو اکتشاف د انجنیري څانګې محصلینو خپلې پروژې په بریالیتوب سره دفاع کړې.

د یادونې وړ ده چې د یادې څانګې څخه 32 تنه محصلینو د ژوري د هیئت له ارزونې او تایید وروسته د فارغ ‌التحصیلانو په توګه وپېژندل شول.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS