د کابل پولي تخنیک پوهنتون ممتازو محصلینو ته ستاینغونډه ترسره شوه.

kpu_admin
Sun, Dec 01 2024 9:26 AM
د کابل پولي تخنیک پوهنتون ممتازو محصلینو ته ستاینغونډه ترسره شوه.

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

دا غونډه چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ممتازو محصلینو د ستایلو لپاره جوړه شوې وه، په کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري هیئت، استادانو، کارمندانو، محصلینو او مېلمنو ګډون درلود.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال ټولو ګډونوالو ته پیلیزه او د ښه راغلاست وینا وکړه او هغه محصلین یې لا تشویق کړل چې په خپلو هڅو یې لوړې نومرې تر لاسه کړې او لومړي مقامونه یې ګټلي دي.

 نوموړي همدارنګه نور محصلین هم دې ته و هڅول تر څو خپل درسونه په ښه شکل تعقیب کړي او ځانونه د ممتازو محصلینو په قطار کې راولي.

ښاغلي اقبال په خپلو خبرو کې له ټولو محصلانو وغوښتل چې خپل ایماني او وجداني وجیبه په ښه توګه ادا کړي او د یو مسؤل او متعهد شخص په توګه د خپلي کورنۍ، ټولنې او خلکو د خدمت جوګه وګرځي.

غونډه ممتازو محصلینو ته د تقدیر نامو او تحایفو ورکولو او د دعايې په ویلو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS