د کابل پولی تخنیک پوهنتون کتابتون

د کابل پولی تخنیک پوهنتون کتابتون د ۷۰ زره کتابونو، مجلو او نورو انجنیری سرچینو په لرلو سره د سیمې یو له غټو کتابتونونو څخه دی. چی د پوهنتون زده کړیالانو، ښوونکو او اداری کارکونکو ته د غوره چوپړتیاو د وړاندی کولو په موخه جوړ شوی.

په یاد کتابتون کې تاسو کولی شۍ چې د ساینس، ادب، هنر، تاریخ، تکنالوژۍ او ټول هغه مضامین چې په اتو پوهنځیو کی تدریس کیږی، بډایه او متنوع سرچینو ته لاسرسی ومومۍ. او همدارنګه، په یاد کتابتون کی ۱۳ پایې کمپیوټرونه، ۱۹۰ د انټرنټ پورتونه او د وای فای اسانتیاوې شتون لري.

هغه کسان چې د کتابتون غړیتوب لري کولی شي د کتابتون ټولو اسانتیاو لکه کتاب امانت اخیستل، آرام چاپیریال د مطالعی لپاره او دیجیټلي سرچینو ته لاسرسي، څخه برخمن شي.

مراجعین کولی شي چې له شنبی څخه تر پنجشنبی سهار له ۸ بجو څخه تر مازدیګر ۴ بجو پوری یاد کتابتون ته مراجعه وکړی او ګټه تری واخلي.

Photo

Photo

ځای: د کابل پولی تخنیک پوهنتون، تدریسی تعمیر، دوهم منزل