په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د الکترونیکي زده کړو د مدیریت سیسټم (HELMS) ښوونیز ورکشاپ پرانیستل شو

kpu_admin
Mon, Dec 25 2023 3:06 PM
photo

ورکشاپ د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.
لومړی د استادانو د مسلکي روزنې او پراختیا آمر ښاغلي پوهندوی محمد یونس وفا د یاد شوي ورکشاپ په اړه چې د استادانو لپاره په لاره اچول شوی وو په تفصیل سره خبرې وکړې، چې موخه یې محصلینو ته د استادانو له خوا د آنلاین درسونو برابرول دي.
ورپسې د دغه پوهنتون د کمپیوتر ساینس پوهنځي استادان ښاغلي پوهنیار سید شفیع الله سادات، پوهنیار احمد تمیم سهاک او پوهنیار مدثر ظفر مل د ورکشاپ ګډونوالو ته خپل اړوند چمتو شوي پریزنټیشنونه وړاندې کړل.
د يادونې وړ ده، چې دغه ورکشاپ د یاد پوهنتون د اتو پوهنځيو د 130 تنو استادانو لپاره د استادانو د مسلکي ودې څانګې (PDC) له خوا د معلوماتي ټیکنالوژي آمریت په همکاري سره جوړ شوى و.

Photo
Photo

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS