د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کرکټ تر سره شوي ټورنمینټ اتلې لوبدلې ته د جایزو ورکولو مراسم ترسره شول

kpu_admin
Wed, Sep 06 2023 11:21 AM
Photo

17/2/1445-----12/6/1402

یاد مراسم د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.

په دې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري هئیت ، استادانو، آمرینو، ورزشکارانو او میلمنو ګدون درلود.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال ورزشکارانو ته د دوی د بریا مبارکي وویله او د ورزشکارانو د بدني او روحي روغتیا په برخه کې یې د ورزش په اهمیت بشپړ خبرې و کړې.

ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د دعوت ارشاد مبلغ ښاغلي مولوي حاجي محمد د اسلام د سپیڅلي دین د لارښوونو له نظره د ورزش په څرنګوالي خبرې وکړې او ورزشکاران یې وهڅول چې د ورزش په وخت کې خپلو دیني مسولیتونو ته هم متوجه شي.

همدا راز د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال انجنیر ویس الدین بریالي په خپلو خبرو کی زیاته کړه : موږ هڅه کوو تر څو محصلینو ته د زده کړو تر څنګ د ورزش په برخه کې هم لازم سهولتونه رامنځ ته کړو او هڅه مو دا ده چې له دې لارې زده کړیالان خپلو مسولیتونو ته متوجه کړو.

د یادونې وړده چې مراسم د کمپیوتر ساینس پوهنځي لوبډلې ته د لومړي مقام، د اوبو او چاپیریال ساتنې پوهنځی لوبدلې ته د دویم او د کیمیاوي صنایعو پوهنځي لوبډلې ته د دریم مقام کپونو او جایزو په ورکولو سره پاي ته ورسیدل.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS