د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي انجنیر روح الله روحاني د اتو پوهنځیو د لابراتوارونو، درسي صنفونو او اداري څانګو څخه لیدنه وکړه.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي انجیرروح الله روحاني د دغه پوهنتون د اتو پوهنځیو له لابراتوارونو، درسي صنفونو او اداري څانګو څخه لیدنه او کتنه وکړه.
په دې کتنه کې ښاغلي انجنیر روح الله روحاني د استادانو، اداري کارمندانو، د دیپارټمنتونو آمرینو او د پوهنځیو رئیسانو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او د دغه پوهنتون د تدریسي او اداري چارو د ښه والي په اړه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.