په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې داوبو د منابعو د هر اړخیز مدیریت په برخه کې د ماسټرۍ دورې دتیزس لومړۍ دفاع ترسره شوه.

مورخ 15/3/1444
دیادې دفاع لپاره جوړه شو ې غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په دې غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري هئیت ، د مقالو د ارزونې کمیټې هیئت، استادانو ، میلمنو، په خاصه توګه په کور دننه او بهرنيو متخصصینو، په آنلاین توګه ګډون کړی و .
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال
په دغه پوهنتون کې د اوبو د منابعو د مدیریت په برخه کې د ماسټرۍ لومړۍ دورې په فارغیدو خوښي څرګنده کړه.
نوموړی زیاته کړه چې په هیواد کې دتیرې کرونا ناروغي او لویو تحولاتو سره سره د همدې پوهنتون استادانو وکولای شول چې همدغه دوره په بریالیتوب سره فارغ کړي .
ورپسې د انرژۍ او اوبو وزارت د CPMO رئیس ښاغلي سید مقیم سادات د محصلانو د ماسټرۍ دورې د دفاع له امله خوښي څرګنده کړه او هغوی ته یې د هیواد او خلکو د خدمت او بریالیتوب هیله وکړه.
داړیکو او عامه پوهاوی آمریت