په لوړو زده کړو وزارت کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د نوښتګرواو ورزشکارانو محصلینو لپاره د هڅونې او تشویقی غونډه تر سره شوه.
غونډه د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
دغه غونډه چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د نوښتګرو او ورزشکارانو محصلینو د هڅونې او ستاینې په موخه د لوړو زده کړو وزارت په تالار کې جوړه شوې وه ، د محصلینو چارو سرپرست معین ښاغلي انجنیر سید اسماعیل روحاني، د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو رئیس ښاغلي محمد حامد یعقوبي، استادانو، د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو او ورزشکارانو برخه اخیستې وه.
په غونډه کې د محصلانو چارو سرپرست معین ښاغلي انجنیرسید اسماعیل روحانی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د سپورټ او د محصلینو د خدماتو آمریتونو د فعالیتونو ستاینه وکړه.
نوموړي د وزارت له اړخه د کابل پولي تخنیک پوهنتون له محصلینو سره د هر راز همکاري ژمنه وکړه.
د غونډې په ورستې برخه کې د دغه پوهنتون یو تن محصل د نوښتګرو او ورزشکارانو محصلینو په استازیتوب خپلې ستونزې او مشکلات د مسولینو سره شریک کړل چې د مسولینو له خوا ورسره د بشپړه همکاري ژمنه وشوه.
په اخیر کې غونډه محصلینوته د خاصو جایزو په ورکولو سره پای ته ورسیده.