د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د څلورم ټولګي ۳۷ تنه محصلین د عملي کار ترسره کولو په موخه د ملي پراختیا شرکت ته معرفي شول.

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۸:۳۴
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د څلورم ټولګي ۳۷ تنه محصلین د عملي کار ترسره کولو په موخه د ملي پراختیا شرکت ته معرفي شول.

د محصلینو د عملي او مسلکي ظرفیتونو د پیاوړتیا په موخه، د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د څلورم ټولګي محصلین د پوهنمل محمد عالم وردک تر علمي لارښوونې لاندې، د یو میاشتني عملي او پرکتیکي کار لپاره د ملي انکشاف شرکت ته معرفي شول.

دا پروګرام د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون او د ملي پراختیا شرکت ترمنځ د همکارۍ یوه مهمه برخه ده چې هدف یې د نظري زده کړو له عملي تجربو سره نښلول او محصلینو ته د واقعي کاري چاپېریال سره اشنايي ورکول دي.

په دې پروګرام کې شامل محصلین به دا فرصت ولري، چې د ملي پراختیا شرکت په ساختماني پروژو کې فعاله ونډه واخلي، له نوې ساختماني ټکنالوژۍ، عملي بهیرونو او د پروژو له مدیریت سره له نږدې بلد شي.

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون مشرتابه د ملي پراختیا شرکت له مؤثرې همکارۍ مننه او قدرداني کوي او دا اقدام د محصلینو د علمي او مسلکي ودې په لور یې یو ارزښتناک ګام بولي.

User account menu