په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د الومنی ( فارغ شوی محصل) په اړه سیمینار ترسره شو.

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۳:۳۹
په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د الومنی ( فارغ شوی محصل)  په اړه سیمینار ترسره شو.

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د محصلانو د خدماتو د انسجام آمریت له خوا د الومنی (فارغ شوی محصل) او د پوهنتون د ودې او پرمختګ کې د هغوی رول» تر عنوان لاندې د آګاهۍ ورکولو یو علمي سیمینار ترسره شو.

په دغه سیمینار کې نامزد پوهنیار اقبال سلطاني د فارغ ‌التحصیلانو (فارغانو) په اړه خبرې وکړې او توضیح یې ورکړه چې څنګه فارغان کولای شي له فراغت وروسته هم له پوهنتون سره اړیکه وساتي، او په بېلابېلو برخو لکه علمي همکاریو، مشورې ورکولو، محصلانو ته د کاري فرصتونو برابرولو او د تعلیمي پروګرامونو ملاتړ کې مهم رول ولوبوي.

د دې سیمینار هدف د محصلانو د پوهې لوړول وو تر څو د الومنی (فارغانو) رول او اهمیت وپېژني او وهڅول شي چې له فراغت وروسته له پوهنتون سره خپله اړیکه وساتي.

سیمینار د محصلانو د پوښتنو په ځواب ویلو او دعايې په سره  سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۱
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو لومړی پړاو ازموینه د ازموينو عمومي ادارې له لوري واخيستل شوه

د کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینه د ازموينو عمومي ادارې له لوري په بشپړ شفاف، منظم او د ازموينو د اصولو او کړنلارو په مراعتولو سره واخيستل شوه.

په دې پړاو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۶
Background image

د " فزیک ۱ " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د فزیک څانګې استاد پوهاند محمد داود احمدزي له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دغه کتاب په ۱۱ فصلونو او ۳۴۰ مخونو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۷
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس مولوي محمد موسی فاروق د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د تاريخچې، علمي مقام، نړيوالې درجه بندۍ (رېنکينګ)، لابراتوارونو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu