په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د اوبو نړیوال کنفرانس دوهمه ورځ د (102) علمي مقالو په وړاندې کولو سره په بریالیتوب پای ته ورسیده.

د اوبو نړیوال کنفرانس چې په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د روان کال د حوت په ۶ مه نېټه د داخلي او خارجي متخصصینو، څېړونکو او استادانو په ګډون پیل شو، دا کنفرانس د اوبو سرچینو د مدیریت او په دې برخه کې د ستونزو او حل لارو د موندلو په موخه ترسره کیږي.
دغه کنفرانس د اوبو سرچینو د ښه استفادې په اړه د علمي تجربو د تبادلې لپاره یوه مناسب فرصت برابر کړی دی.
د دې کنفرانس دوهمه ورځ په شپږو مختلفو محورونو ویشل شوې وه، چې په هر یو محور کې د اوبو اړوند علمي مقالې د داخلي او خارجي استادانو، څېړونکو او متخصصینو له خوا وړاندې شوې.
په وړاندې شویو موضوعاتو کې د اوبو د سرچینو مدیریت، اقلیمي بدلونونه او د دې بدلونونود اوبو پر سرچینو اغېزې، د اوبو د منابعو په استفادې کې مؤثرې ټکنالوژۍ، او د اوبو د بحران لپاره عملي حل لارې شاملې وې.
کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د اوبو نړیوال کنفرانس د علمي او تحقیقي فضا د رامنځته کولو سربېره، په ملي او نړیواله کچه د اوبو سرچینو د مدیریت د پیاوړتیا لپاره یوه اغیزمن ګام ګڼل کیږي. دغه علمي سیمینار کولای شي د افغانستان او نورو سیمو د اوبو بحرانونو او ستونزو په حل کې مهم رول ولوبوي.
د یادوني وړ ده چې د دې علمي کنفرانس د دویمې ورځې څخه د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم ، د علمي چارو معین شیخ الحدیث مولوي ضیاالرحمن اریوبی، او د مالي او اداري چارو معین حافظ مولوي محمد حامد حسیب لخوا یې څارنه او ارزونه ترسره شوه.
ښاغلي ندیم د ټولو داخلي او خارجي استادانو سره له نږدې ولیدل، د هغوی احوال یې واخیست او د یاد کنفرانس روان بهیر یې مثبت و ارزوی.
د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت