د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري معاونیت، د پوهنځیو رئیسانو او د څانګو له آمرینو تر منځ مشورتي غونډه ترسره شوه

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۰:۵۴
image

غونډه د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد یاسین حقاني د پوهنځيو رئیسانو او د څانګو آمرینو حضور ته د ښه راغلاست تر څنګ د دغه پوهنتون د تدریسي او اداري څانګو د اړینو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د پوهنځیو او څانګو ترمنځ په مالي او تدارکاتي چارو کې د همغږۍ او مشورو په هکله په تفصیل سره خبرې وکړې.
نوموړي دا ډول غونډې د کارونو د پرمختګ، روڼتیا او شفافیت راز وبلی او د پوهنځیو له رئیسانو او د څانګو له آمرینو څخه یې د هر راز همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي حقاني د دغه پوهنتون د پاتې پروژو په بشپړولو کې د پوهنځیو له رئیسانو څخه د بشپړې همکارۍ غوښتنه وکړه، ترڅو تدارکاتي پروسې په شفاف او هر اړخیزه توګه پر مخ ولاړې شي.
همدارنګه د مالي، حسابي او تدارکاتي چارو د څرنګوالي په اړه د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او حسابي آمر ښاغلي مولوي فضل الله خادم وینا وکړه، نوموړي د یاد معاونیت د لاسته راوړنو لکه: د اداري کارونو د ښه تطبیق، د کاري چارو د ښه والي په موخه د څو فرعي کمېټو جوړولو، د زیربناوو د ترمیم او بیا جوړولو، د پوهنتون احاطوي دیوال او عمومي دروازې رغولو او د لابراتوار تجهیزاتو د چمتو کولو او د پوهنتون په سطحه د نورو بیلابیلو پروژو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په دوام کې د پوهنځیو رئیسانو او د څانګو آمرینو په خپل وار سره خپل وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړل، چې د یادو ستونزو د تعقیب او حل په اړه ښاغلي حقاني اړوند مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د توان مطابق به د هري برخې ستونزو ته په وخت رسیدګي کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۰
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د اورلګېدنې د مخنیوي روزنیز سیمینار ترسره شو

۱۲ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ هـ.ق // د ۱۴۰۵ هـ.ش د ثور  ۹ مه

د اورلګېدنې د مخنیوي او د اور مهارولو په موخه جوړ سیمینار د کورنیو چارو وزارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او اطفائیې عمومي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو اووه ویشتم دور علمي–میتودیکي کنفرانس پیل شو

۳ د ثور ۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۶

د یاد کنفرانس د پرانیستې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، استادانو او کارکوونکو پراخ ګډون وکړ.

د علمي چارو مرستیال دوکتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۸
Background image

کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون کې د اسلامي بانکدارۍ د عامه پوهاوي سيمينار د افغانستان اسلامي بانک له لوري ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال انجنير مفتاح‌ الدين عزام د سیمینار په پیل کې له محصلانو وغوښتل چې د خپلو مسلکي درسونو تر څنګ دې د اسلام ټولنيز، سياسي، اقتصادي او. . .

BACK TO NEWS

User account menu