په کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۳:۳۶
photo

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.

د مالي کميټې نوبتي غونډه د کابل پولي تخنيک پوهنتون په مالي او اداري دفتر کې جوړه شوه.

لومړی د مالي او اداري چارو مرستیال او د یادې کمیټې سرپرست ښاغلي انجنیر ذاکرالله ذاکري د کمیټې غړو ته د ښه راغلاست وینا تر څنګ د غونډې په اجنډا بشپړ خبرې وکړې.

د یادې غونډې د بحث موضوعات- د کمیټې د غړو څخه کاري راپور اخیستنه، په لومړیو شپژو میاشتو کې د بودیجې مصرف- د راتلونکې لپاره د بودیجې د مصرف سنجول او په دې برخه کې خپلې غوښتنې مطرح کول وُ.

د یادونې وړ ده چې د مالي کمیټې غړو د یادو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه شریک او د لازمو تصمیمونو لپاره خپلي مشورې شریکې کړې.

غونډه دعایې په ویلو سره پای ته ورسید.

Photo
Photo
Photo

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د لوړو وزده کړو وزارت د محصلانو چارو معین په مشرۍ پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د محصلانو چارو معین مولوي عبدالله سیحان په مشرۍ یاد پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي ټولګیو څخه په لیدنه کې، د روزنیزو برنامو د پرمخ وړلو څرنګوالی، استادانو له لوري د تدریس لارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار، چې د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له. . .

BACK TO NEWS

User account menu