په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې محصلينو ته د ( اسلامي سبک او روانې آرامتیا ) تر عنوان لاندې دوه ورځنی سیمینار تر سره شو.

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۳۲
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې محصلينو ته د ( اسلامي سبک او روانې آرامتیا ) تر عنوان لاندې دوه ورځنی سیمینار تر سره شو.

په دغه سیمینار کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون روان شناس او کلينيکي کارپوه ډاکتر محمد ذبیح قاضي‌ زاده د رواني روغتیا بنسټیز مفاهیم په علمي او هر اړخیز ډول تشریح کړل. نوموړي د نن ورځې د ځوانانو رواني ستونزو،  فشار، اندېښنو او ذهني تشويشونو عواملو ته له مډرن ارواپوهنې او اسلامي ارزښتونو څخه په الهام سره کتنه وکړه.

‎ډاکتر قاضي‌ زاده همداراز د اسلامي ژوند طرز څخه اخیستل شوې اغېزمنې لارې چارې وړاندې کړې، چې د داخلي سکون، عاطفي ثبات او رواني تعادل د ترلاسه کولو عملي لارې یې محصلینو ته وښودې.

‎د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت د دغه سیمینار د ترسره کولو هدف د محصلینو رواني او معنوي پوهاوی لوړول، د دوی ذهني روغتیا ښه کول او د اسلامي ژوند سبک د ځوانانو تر منځ ترویج یاد کړی دی.

‎

‎د یادونې وړ ده، چې ياد سیمینار دوه ورځې دوام وکړ او  په بریالي توګه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق څرنګوالي او د ټاکل شویو موخو، لومړیتوبونو او لارښوونو د تشریح او یاد پلان مطابق د کاري پلانونو د ترتیب په موخه، یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

BACK TO NEWS

User account menu