په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا د لوړو زده کړو تعلیمي لار او د لوړو زده کړو تعلیمي مدیریت سیسټم (HELMS) په برخه کې درې ورځنی سیمینار پیل شو.

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۱:۱۱
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا د لوړو زده کړو تعلیمي لار او د لوړو زده کړو تعلیمي مدیریت سیسټم (HELMS) په برخه کې درې ورځنی سیمینار پیل شو.

سیمینار د قرآنکریم د څو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو د پراختیا رئیس او د کابل پولي تخنیک پوهنتون سرپرست انجنیر سردار ولي صالحي استادانو او د سیمینار برخوالو ته پیلېزه او د ښه راغلاست وینا وکړه او یاد سیمینار یې د استادانو د تدریس په برخه کې د علمي ارتقا لپاره ښه فرصت یاد کړ او د سیمینار د تنظیمولو له امله یې د اړوند مسؤولینو څخه مننه او قدردانی وکړ.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو مشاور ښاغلي خاورین د سیمینار د محتوا په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې د سیمینار اهداف او ګټې تشریح کړې.

د یادونې وړ دی چې، یاد سیمینار د کابل پولی تخنیک پوهنتون، د کابل تعلیم او تربیې پوهنتون، ننگرهار پوهنتون او د بلخ پوهنتون د استادانو د علمي ارتقا لپاره د لوړو زده کړو وزارت د علمي پراختیا ریاست له خوا جوړ شوی چې په کې د یادو پوهنتونونو ۳۸ استادان ګډون لري او درې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق څرنګوالي او د ټاکل شویو موخو، لومړیتوبونو او لارښوونو د تشریح او یاد پلان مطابق د کاري پلانونو د ترتیب په موخه، یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

BACK TO NEWS

User account menu