په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د علمي او مسلکي پیژند پاڼې (سي وي) لیکلو او پاورپاینټ کمپیوټري پروګرام په اړه دوه ورځنی تعلیمي سیمینار جوړ شو.

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۲:۱۴
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د علمي او مسلکي پیژند پاڼې (سي وي) لیکلو او پاورپاینټ کمپیوټري پروګرام په اړه دوه ورځنی تعلیمي سیمینار جوړ شو.

دا سیمینار د محصلینو د مهارتونو د لوړولو په موخه د علمي او مسلکي پیژند پاڼې (سي وي) لیکلو او پاورپاینټ کمپیوټري پروګرام د کارونې په اړه جوړ شوی و، چې پکې د دې پوهنتون ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی و. 

په پیل کې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي حافظ انجنیر عنایت الله رحیمي د د علمي او مسلکي پیژند پاڼې (سی وی) لیکلو او پاورپاینټ پروګرام د کارونې او اهمیت په اړه خبرې وکړې او محصلینو ته یې وښودله چې د دې سیمینار درسونو ته باید ځانګړې توجه وکړي. 

همد راز  ښاغلي انجنیر حامد غزنوي د علمي او مسلکي پیژند پاڼې (سی وی) لیکلو او د پاورپاینټ کمپیوټري پروګرام د ښې او مؤثره کارونې په اړه په تفصیل سره خبري وکړې. نوموړي محصلینو ته د علمي او مسلکي پیژند پاڼې (سی وی) د جوړولو او مسلکي کولو اړوند مهم ټکي تشریح کړل او د پاورپاینټ کمپیوټري پروګرام د ښې کارونې په اړه یې پریزینټیشن له ګډونوالو سره شریک کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۳۱
Background image

د فکري او جسمي اعداد په موخه په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پوهنځیو ترمنځ د والیبال سیالۍ د فکري او جسمي اعداد، روحي پیاوړتیا، د ورزشي استعدادونو د ودې او د محصلانو ترمنځ د سالمې سیالۍ د زمینې د برابرولو په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۹:۱۷
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د معیار او کیفیت ادارې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ‌لیک لاسلیک شو

کابل پولي تخنیک پوهنتون او د معیار او کیفیت ادارې ترمنځ د علمي، څېړنیزو او مسلکي همکاریو د پراختیا په موخه د هوکړه‌لیک د لاسلیک رسمي غونډه ترسره شوه.

غونډه د کابل پولي تخنیک پوهنتون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۳۲
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون ته د نویو بریالیو محصلانو د هرکلي او د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی فرمانونو ازموینې د پایلو د اعلان غونډه ترسره شوه

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر، د چارو ادارې عمومي رئیس، د وزارت مرکزي ریاستونو او مرکزي پوهنتونونو یو شمېر رئیسانو، د کابل پولي تخنیک پوهنتتون رهبري. . .

BACK TO NEWS

User account menu