په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ذهني پریشانۍ (اظطراب) تر عنوان لاندی سیمینار تر سره شو.

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۴:۲۵
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ذهني پریشانۍ (اظطراب) تر عنوان لاندی سیمینار تر سره شو.

سیمینار د قرآنکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول.

دا سیمینار چې د ذهني پریشانۍ (اضطراب) موضوع او د هغې د مخنیوي لارو چارو په اړه ترسره شوی و، په کې د پولي تخنیک پوهنتون محصلینو ګډون کړ و.

سیمینار چې د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له خوا په لاره اچول شوی و، د کلینیکي راواپوه مدیر

ښاغلي ډاکټر ذبیح الله قاضي زاده لخوا یې تدریسي چارې وړاندې شوې.

 محترم قاضي زاده د یادې موضوع په اړه بشپړ او دقیق معلومات وړاندې کړل.

نوموړي همدارنګه د ذهني پریشانۍ د مخنیوي لپاره مؤثرې لارې چارې بیان کړې او د دې حالت د مدیریت لپاره یې ګټور ټکي وړاندې کړل.

په پای کې سیمینار د محصلینو پوښتنو ته د ځوابونو په ورکولو او دعا سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۰
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د اورلګېدنې د مخنیوي روزنیز سیمینار ترسره شو

۱۲ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ هـ.ق // د ۱۴۰۵ هـ.ش د ثور  ۹ مه

د اورلګېدنې د مخنیوي او د اور مهارولو په موخه جوړ سیمینار د کورنیو چارو وزارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او اطفائیې عمومي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو اووه ویشتم دور علمي–میتودیکي کنفرانس پیل شو

۳ د ثور ۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۶

د یاد کنفرانس د پرانیستې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، استادانو او کارکوونکو پراخ ګډون وکړ.

د علمي چارو مرستیال دوکتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۸
Background image

کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون کې د اسلامي بانکدارۍ د عامه پوهاوي سيمينار د افغانستان اسلامي بانک له لوري ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال انجنير مفتاح‌ الدين عزام د سیمینار په پیل کې له محصلانو وغوښتل چې د خپلو مسلکي درسونو تر څنګ دې د اسلام ټولنيز، سياسي، اقتصادي او. . .

BACK TO NEWS

User account menu